د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د سوریې د شخړې د حل په موخه کنفرانس جوړ کړی


آرشیف
آرشیف
ایران وایي، یو کنفرانس یې جوړ کړیدی چې د سوریې حکومت د مخالفو ډلوسره روغه وکړي او په دغه هېواد کې کورنۍ جگړه پای ته ورسوي. خو د رسمي خبري اژانس ارنا د رپوټ له قراره ایران دا نه دي ویلي چې د یاغیانو کومې غټې ډلې او د هېواد نه بهر کومې ډلې په دغه کنفرانس کې گډون کړی دی.

اکثره په ایران باندی ځکه باور نه کوي چې ایران د سوریې د مخالفینو سره ملگری دی.
دغه کنفرانس په قطر کې د تیرې هفتې د کنفرانس عکس العمل گڼي چې مخالفو ډلو د دې دپاره چې د اسد حکومت چپه کړي، ټولو ایتلاف وکړ.

رپوټ وویل چې په دغه یو ورځني کنفرانس کی چې د مخالفینو کوم دوه سوه کسانو او د سوریې د ملي پخلاینې د چارو وزیر علی حیدر گډون لاره ، کیدی شي چې په راتلونکې کې د مخالفینو د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو دپاره یو قدم وی.

د اگست په میاشتې کې ایران د سوریې د بحران په باره کې هم کنفرانس جوړ کړی و او د 32 هیوادونو نمایندگانو په کې گډون کړی و.
XS
SM
MD
LG