د لاس رسي وړ اتصالات

د چک هېګل سفر او په افغانستان کې د ۱۸ افغانانو وژل کېدل


په داسي حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل په افغانستان کې دی چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې او وضیعت څارنه وکړي او د افغان چارواکو سره لیده کاته وکړي، د شنبې په ورځ د افغانستان د دفاع د وزارت دباندي ځانمرګه برید شوی دی لږ تر لږه ۹ کسه په کښي وژل شوي دي. دغه راز په خوست کې هم ځانمرګه برید شوی او ۹ کسه په کښي وژل شوي دي.

د ۹ بجو مخکي یوه ځانمرګه برید کونکي چې پر بایسکل باندي سپور وو، ددفاع د وزارت دباندي برید وکړ لږ تر لږه ۹ کسه یې ووژل او ۱۳ کسه نور یې ټپیان کړل. په پېښه کې اکثریت قربانیان بې ګناه ملکي خلګ دي.

په سیمه کې یو عیني شاهد عبدالغفور وايي چې وژل شوي او ټپي شوي خلګ شاوخوا ته پراته وو. ،،زه د دفاع د وزارت ودانۍ ته نږدې وم کله چې یوه زوروره چاودنه وسوه. ما ولیدل چې ټپي شوي او وژل شوي خلګ شاوخوا ته پراته وو. وروسته ناڅاپي ډزې پیل شوې او مونږ د سیمې څخه وښتېدلو. زه نه پوهېږم چې برید کونکی په موټر کې وو او که پر پښو وو، خو چاودنه ډيره زوروره وه او د چاودنې پر وخت په سیمه کې زیات شمیر موټرې وې.،،

د کابل د امنیتې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو ریْس جنرال محمد ظاهر هم وايي چې د پېښې اکثره قربانیان ملکیان وو. ،،تر اوسه پوري مونږ ته رارسېدلي ریپوټونه ښيي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسه وژل شوي دي او ۱۳ کسه نور ټپیان شوي دي.،،

طالبانو د دفاع د وزارت د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي دي چې دا برید یې ځکه کړی دی چې د امریکا ددفاع وزیر ته خپل پیغام ورکړي.

د دفاع د وزارت د برید څخه نیم ساعت وروسته د خوست په ولایت کې هم ځانمرګه برید وسو او د یو پولیس په ګډون ۹ کسه په کښي ووژل شول چې اکثره یې بې ګناه ملکیان او ماشومان وو.

د امریکا ددفاع وزیر چکل هیګل د چاودنې پرمهال د ښار په یوې بلې برخه کې په یوه نظامي قرارګاه کې غونډه درلوده. د امریکا ددفاع وزارت ویلي دي چې دغه غونډې پرته له اخلال څخه ادامه پیدا کړه.

د امریکا ددفاع وزیر وروسته خبریالانو ته داسي وویل: ،،مونږ اوس هم په جګړې کې ښکیل یوو. زه فکر کوم چې اکثره امریکایان، د امریکا کانګرس او مطبوعات په دې خبره پوهېږي.،،

افغانستان ته د ښاغلي هېګل نا څاپي سفر د جګړې په یوه حساس وخت کې کېږي چیري چې افغان ملي امنیتي ځواکونو د ناټو ځواکونو څخه کرار کرار د ټول افغانستان امنیتي مسولیت په غاړه اخلي. د مسولیتونه د لېږد بهیر په جریان کې دی او تر کاله پوري به ټول امنیتي مسولیت و افغان لوري ته وسپارل سي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل وویل چې مونږ د افغانستان سره مرستې ته چمتو یوو خو وروستۍ پریکړه د خپلو افغانانو په لاس کې ده چې د خپل هیواد لپاره څه ډول راتلونکې غواړي.،،دا د افغانستان په خلګو پوري اړه لري چې د خپلې راتلونکې په هکله خپلې پریکړې وکړي. مونږ مرسته ورسره کولای شو. مونږ او زمونږ متحدینو مرسته ورسره کړېده، خو یو وخت به داسي راځي چې افغانان به خپل مسولیت بالاخره په خپله غاړه اخلي.،،

د امریکا ددفاع وزیر زیاته کړه چې زیات شمیر ننګونې او چارې لا په مخکي دي په داسي حال کې چې افغانستان، امریکا او متحدین یې د امنیتي مسولیتونو بهیر مخ پر وړاندي بیايي. نوموړي زیاته کړه چې د امنیتي مسولیتونو د انتقال بهیر باید په سمه توګه ترسره سي ځکه د دغه بهیر د بریالیتوب سره د افغانستان، امریکا، سیمې او متحدینو ګټې نښلي دي. ښاغلي هیګل وویل چې پر افغانستان باندي د امریکا او متحدینو دوامداره تمرکز او پاملرنه به خورا زیات اهمیت ولري.


ښاغلي هېګل دغه راز خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر کرزي سره به د نوموړي د هغې پریکړه په هکله هم خبري وکړي چې امر یې صادر کړی و چې د وردګ د ولایت څخه دي د امریکا ځانګړي ځواکونه ووځي، خو نوموړي دا ونه ویل چې ولسشمر کرزي ته به څه ووايي.

حسیب الکوزی – واشنګټن
XS
SM
MD
LG