د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیاي شورا د کرکټ کپ په څلورم ځل وگاټه.


Cricket
Cricket
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزنکی ریس احمدزي د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې وویل چې افغانستان د اسیايی شورا په پایلوبه کې د نیپال ملي لوبډلې ته په اوو ویکټونو په داسي حال کې ماتې ورکړه چې لا دیارلس توپونه یې لرل.
په دې مسابقه کې، افغانستان له دې سره چې پچه ګټلې وه، نیپال ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه. نیپال ۱۳۶ منډې هدف وټاکه.
ریس احمدزي د افغانستان د لوبې په اړه وویل
د افغانستان له لوري په پیل کې بیټنګ ته کریم صادق او کلبدین نایب راووتل.
کریم صادق په ۲۹ توپونو ۳۲ منډې جوړې کړې خو کلبدین نایب تر پایه ځان ټینګ کړ. ده يه ۴۲ توپونو ۴۳ منډې وکړې. له کریم صادق وروسته نجیب الله ځدراڼ راووت. ځدراڼ په ۱۲ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې. د ځدراڼ له سوځېدو وروسته سمیع الله شینواري په ۷ توپونو ۹ منډې جوړې کړې.
خو محمد نبي چې له سمیع الله شینواري وروسته راووت له کلبدین نایب سره لوبه تر اتلولۍ پوري ورسوله. ده په ۲۴ توپونو ۳۸ منډې وکړې. محمد نبي ۶ څلوریزې ووهلې.
ریس احمدزی واي دا پر له پسې څلورم ځل دی چې افغانستان د اسیايي شورا د کرکټ اتلولي ګټي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG