د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځ افغانستان کی د اسلامی حزب وتلی قوماندان ووژل شو


د اسلامی حزب پخوانی قوماندان حاجی عبدالغفور
د اسلامی حزب پخوانی قوماندان حاجی عبدالغفور
د نورستان په ولایت کی د اسلامی حزب یو پخوانی قوماندان حاجی عبدالغفور د پنجشنبی په ورځ د ماین په چاودنه کی ووژل شو.

د نورستان ولایت د مطبوعاتی دفتر له خوا په یوی خپری شوی اعلامیه کی ویل شوی چی حاجی عبدالغفور د پنجشنبی په ورځ دولس نیمی بجی کله چی د کانتیوا په دره کی د ماسپښین د لمانځه د اداکولو لپاره د کلی جماعت ته روان وه چی دمخه د یو ځای په ځای شوی ماین د چاوندنی له امله یی خپل ژوند د لاسه ورکړه .

د نورستان ولایت د مطبوعاتی دفترپدغه بیان کی د حاجی عبدالغفور د وژلو پړه د افغان حکومت په مخالفو وسله والو ډلواچول ده، خو ددغه رپوټ د لیکلو تر وخته هیڅ کومی وسله والی ډلی د حاجی عبدالغفور د وژلو مسوولیت په غاړه ندی اخستی.


حاجی عبدالغفور په اتیاومه لسیزه کی په افغانستان باندی د پخوانی شوروی اتحاد د پوځونو د یرغل په کلونو کی د نورستان په ولایت کی ددغو پوځونو په وړاندی د ګلبدین حکمتیار په مشری د اسلامی حزب په لیکو کی د پخوانیو مجاهدینو مشری کوله . حاجی عبدالغفور هغه مهال شهرت وموند کله چی د اتیاومی لسیزی په منځ کی د هغه تر واک لاندی سیمه کی یو برتانوی عکاس چی د چترال نه پنجشیر ته په لاره وه ووژل شو.

د نورستان ولایت د مطبوعاتی دفتر له خوا په خپور شوی بیان کی د طالبانو د ماتی وروسته په افغانستان کی د سولی د ټینیدلو لپاره د حاجی عبدالغفور هڅی ستایل شوی دی
.
XS
SM
MD
LG