د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ دپاره ورځ په ورځې نوې لارې خلاصیږي.شهزاده مسعود


cricket 2
cricket 2
د افغانستان د کرکټ دپاره ورځ په ورځې نوې لارې خلاصیږي.شهزاده مسعود
مرکه .مطیع الله عابد

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ بورډ سره د څلور لکه او دوه ویشت زره ډالرو مرستو اعلان کړیدی چې دا پیسې به کابل کې د کرکټ په یوې مجهزې اکاډمۍ مصرفیږي او د افغانستان د کرکټ د ودې دپاره به نورو برخوکې مصرفیږي. د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس ښاغلی شهزاده مسعود چې خپله د کرکټ د نړیوالې شورا د غونډې په غرض دوبۍ ته تللی. د دوبۍ نه د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې هغه وویل چې زموږ د بورډ اجرایوي ریس ډاکټر مراد او د ظریفیتونو د لوړتیا مسول بشیر ستانکزي د کرکټ نړیوالې شورا ته داسې یو جامع راپور وړاندې کړ چې هغې سره د کرکټ نړیواله شورا دې ته تیاره شوه چې د افغانستان د کرکټ سره مالي او کاري مرسته وکړي.
شهزاد مسعود وویل چې دا پیسې به راتلونکو دریو کالو کې په کابل کې د کرکټ اکاډمی په جوړولو او نورو ظرفیتونو په لوړولو مصرفیږي. دې سره د افغانستان خپل لوبغاړي د کال دولس میاشتې خپل کور کې د کرکټ ذدکړې اونورې روزنې ترلاسه کوي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
مستقیمه لیکه

.
ښاغلي مسعود وویل چې افغانستان د کرکټ ټیم په دې تیرو څو میاشتو کې چې کوم ظریفت ښودلی دی هغې سره دنیا دې ته تیاره شویده چې د افغانستان سره نورې نړیوالې لوبې وکړي .هغه وویل چې د اسټریلیا او پاکستان نه پس اوس ېې د بنگله دیش سره خبرې روانې دي چې راتلونکې نیزدې کې ورسره نړیوالې لوبې ولري.
د افغانستان د کرکټ بورډ د ظرفیتونو د لوړولو د چارو مسول بشیر ستانکزي وویل چې دوي د کرکټ د نړیوالې شورا ټول شرطونه پوره کړیدی او هیله مند دي چې مقابل کې به ورته همدومره مرستې ترلاسه شي. هغه وویل چې د سعودي عربستان په شان افغانستان هم د کرکټ د ښځینه ټیم د لرلو شرط نه آزاده شویدی او کوشش به کوي چې سمدستي تر څومره چې کیدی شي د لوبغاړو.لوبغالو، لوبو د څارونکو او مامورینو د بهتری دپاره د نړیوالو مرستو نه گټه واخلي.
د یو سوال په ځواب کې هغه وویل چې د جولاي اگست میاشت د افغانستان د کرکټ ټیم دپاره ډېرې مصروفې میاشتې دي. چې د نمیبا د سفر نه پس سینگاپور ته هم نړیوالو لوبو دپاره ځي. نو دوي ته به مشکله شي چې د ویسټ انډیز پریمیر لیگ ته خپل لوبغاړي ولیږي. هغه وویل چې افغانستان کوشش کوي چې کرکټ کې خپل گټلی مقام او معیار ټینگ وساتي او نور هم مخکې لاړ شي .
XS
SM
MD
LG