د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځو ولایتونو کې زلزلې لږترلږه ۱۳ کسان وژلي دي



د چهارشنبې په ورځ شاووخوا دوه بجې یوه منځکورې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول. دغه زلزله چې ویل کیږي پینځه عشاریه نهه درجې وه لږترلږه ۱۳ کسان ووژل او تر ۱۰۰ ډیر یې ټپیان کړل. د دغې زلزلې مرکز د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ ښودل شوی دی. د افغانستان نه سربیره د دغې زلزلې تکانونه په آسلام اباد او نوي ډیلي کې هم احساس شوي دي.

د ننګرهار د ولایت د سرې میاشتې ریس ننګیالی یوسفزی وايي چې زلزلې د ننګرهار په ولایت کې ۱۲ کسان وژلي دي. په دغه ولایت کې په لسګونو نور کسان ټپيان شوي دي. ننګیالی یوسفزی وايي چې زلزلې له امله د شیرزاد په ولسوالۍ کې دوه تنه، په دره نور کې دوه تنه،درې تنه په ګوشتې او کامه ولسوالیو کې او څلور تنه نور په بهسود او د جلال اباد ښار په شاوخوا سیمو کې وژل شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې شاوخوا سل کورنه هم زیانمن شوي دي.

د کنړ د ولایت ویاند واصف الله واصفي بیا وايي چې زلزلې په کنړ کې یو تن وژلی او شپږ تنه يي ټپیان کړي دي. د کنړ ولایت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې شاوخوا څلويښت کورونه زیانمن شوي دي.

خو د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک بیا وايي چې په دې ولایت کې زلزلې ځاني تلفات نه لرل. یوازې د بادپخ په ولسوالۍ کې لس کورونه زیانمن شوي دي.

زلزله ځپلي خلک له دولته او مرستندویه ټولونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
بلخوا د سره میاشتې ریاست کارکوونکو سر له اوسه په ولسوالیو کې سروې پيل کړې چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ په نښه او مرسته ورسره وکړي.
دا لومړی ځل دی چې زلزله د هیواد ختیځ ولایتونو ته سخت ټکان ورکوي او په دومره کچه مالي او ځاني زیانونه اړوي.
XS
SM
MD
LG