د لاس رسي وړ اتصالات

قرغستان کښې د امریکا پوځي الوتکه لویدلې


د امریکا یوه پوځي الوتکه چې تیل یې لیږدول او درې تنه عمله پکښۍ سپروه وه، پرون د جمعې په ورځ د قرغستان په غرونو کې لویدلې ده.

د دغه KC-135ډوله بار وړونکې الوتکې په اړه تر دې دمه هیڅ مالومات ندي تر لاسه شوي، په امریکا کښې چارواکي وايي هغوي ته تر اوسه پدې اړه هیڅ مالومات ندي رسیدلي چې الوتکه ولې لویدلې ده.

د رپوټونو له مخې دا الوتکه د شپې په 2 بجو او 55 دقیقو د قرغزستان د پایتخت بشکیک نه 160 کیلومټره نه لیرې د چالدوار په کلي کښې لویدلې ده. دا سیمه د مناس اډې غرب ته پرته ده چې امریکایي عسکر پکښې دیره ده او په افغانستان کښې میشتو امریکایي عسکرو ته م زیات اکمالات د همدغې اډې نه کیږي.


په واشنګټن کښې د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي چې خپل نوم یې ندي اخیستي، د اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې دې الوتکې په افغانستان کښې د جګړې د ماموریت لپاره تیل وړل.

د قرغستان د عاجلو چارو وزیر کوبا تبیک بورونوف ویلي دي چې تر اوسه د الوتکې مخکنۍ برخه نده موندل شوې او نه هم د الوتکې د پرواز ثبتونکي آله پیدا شویده ځکه چې الوتکه به بشپړه توګه سوځیدلې ده.

بورونوف ویلي دي چې نن سهار به یو ځل بیا د الوتکې د ټوټو د پیدا کولو عملیات پیل شي او تر هغه بې د پیښې سیمه محاصره وي.
XS
SM
MD
LG