د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا نوی قانون پخواني چارواکي په حکومت کې نه پرېږدي


د لیبیا پارلمان نن یو داسي قانون تصویب کړ چې په لړ کې به یې د معمر قذافي د څلور لسیزې حکومت لوړ پوړي چارواکي ونشي کړای چې په نوي حکومت کې وظیفې اجرا کړي.

دغه نوی جنجالي قانون به چې د یکشنبې په ورځ تصویب سو د لیبیا اوسنی لومړی وزیر علي زیدان دې ته مجبوره کړي چې خپله وظیفه پرېږدي ځکه هغه مخکي له دینه چې د حکومت ضد ډلو سره یوځای شي د قذافي په وخت کې ډیپلومات وو. ددغه قانون په لړ کې به یو شمیر نور سیاستمداران او د پارلمان غړي هم خپلې وظیفې له لاسه ورکړي.

په دې تیرو څو اونیوو کې هغو وسله والو چې د پخواني مشر قذافي حکومت یې رانسکور کړ د لیبیا د عدلیې او خارجه چارو د وزارتخانو دباندي راټول شوي وو او د یادشوي قانون د تصویب غوښتنه یې کوله.

ځیني لیبیایان پر ملیشو باندي نیوکه کوي چې غواړي حکومت تهدید کړي او پرې نږدي چې ښاغلی زیدان خپلې ژمنې چې د یوې مرکزي ادارې د رامنځ ته کېدو لپاره یې کړي وې، پرځای کړي.


لیبیا د ۲۰۱۱ کال راهیسي کله چې معمر قذافي د واک څخه راوپرځول شو، د بې ثباتۍ او تشدد سره لاس او ګریوان ده.
XS
SM
MD
LG