د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی تښتول شوی دی


د پاکستان پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني
وسله والو کسانو په پاکستان کي د انتخاباتي مبارزې په وروستۍ ورځ د هغه هیواد د پخواني صدراعظم یوسف رضا گیلاني زوی علي حیدر گیلاني تښتولی دی.

توپک والاو ٢٧ کلن علي حیدر گیلاني پرون د پنجشنبې په ورځ د پنجاب د ولایت د ملتان په اطرافو کي د سختو ډزو په وخت ونیو. هغه د ولایتي اسامبلې لپاره د یوې ولسوالۍ له خوا کاندید دی. د ډزو په وخت کي د هغه پلار حاضر نه و.

مشر گیلاني په ملتان کي په خپل کور کي خبریالانو ته وویل چي دده د زوي دوه محافظین په دې ډزو کي وژل شوي دي، مگر دی نه پوهیږي چي زوی یې رخمي دی که نه.

هغه د خپل گوند د ټولو غړو نه وغوښتل چي آرام اوسي او په رایگیري کي برخه واخلي.

طالبانو ویلي دي چي علي حیدر گیلاني دوي نه دی تښتولی، مگر دغې ډلې د گیلاني د پاکستان په پیپلز پارټۍ او نوروگوندونو باندي ددې انتخاباتي مبارزې په جریان کي حملې کړي دي او د اپریل د میاشتي را هیسي یې څه د پاسه ١٠٠ کسه وژلي او په لسگونو نور یې زخمي کړي دي. هغوي ویلي دي چي د انتخاباتو په ورځ به ځانمرگي بریدونه هم وکړي.
XS
SM
MD
LG