د لاس رسي وړ اتصالات

م. م: په سومالیا کې د افریقايي اتحاد ٣٠٠٠ عسکر وژل شوي



د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال یان ایلیسن وایي چې په څو تیرو کالو کې په سومالیا کې د افریقایي اتحاد څه د پاسه ٣٠٠٠ زره عسکر د اسلامي یاغیانو سره په جگړو کې وژل شوي دي.

ایلیسن دا خبره د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبرې کنفرانس کې وکړه.

هغه وویل چې په دې کې د یوگندا او بوروندي د هیوادونو عسکرو ته ډیر زیات تلفات رسیدلي دي، ځکه چي دغه دوه هیوادونه د افریقایي اتحاد قواو ته تر ټولو زیات عسکر ورکوي.

د افریقایي اتحاد د قواو یوه نطاق علي عدن حمود د امریکا غږ سومالي خپروني ته وویل چي دی ددومره زیاتو عسکرو د وژل کیدو خبرونه نه تاییدولای او نه یې ردولای شي.

د افریقایي اتحاد قواو چې د سومالیا او ایتیوپیا د قواو سره مرسته کوي په تیرو دوو کالو کي د الشباب یاغي ډله مجبوره کړه چي د جنوبي سومالیا د ښارونو او ښارگوټو نه چي نیولي یې وو، ووځي.

ایلیسن وویل چې د الشباب گواښونه کم شوي دي، مگر پوره لا نه دي ورک شوي او د افریقایي اتحاد قواوي اوس هم په سومالیا کي ډیر مهم نقش لري.
XS
SM
MD
LG