د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کښې نن عمومي انتخابات کیږي


په پاکستان کښې نن د شنبې په ورځ عمومي انتخابات ترسره کیږي. دا دې هیواد په تاریخ کښې لومړی ځل دی چې یوه ملکي ادراه بلې ادارې ته واک د رایه ګیرېو له مخې سپاري. د ګواښونو او خطراتو سره سره، خلکو ویلي دي چې په ملک کښې د بدلون لپاره به پدې انتخاباتو کښې برخه اخلي.

په پاکستان کښې د ملي اسامبلې او جمهوري ریاست انتخابات نن په پاکستان کښې پداسې حال کښې پیل کیږي چې په عین وخت کښې په انتخاباتي مبارزو او د کاندیدانو په دفترونو باندې د وسله والو کسانو لخوا بریدونو هم زور اخیستی. د رپوټ له مخې د پاکستان په تاریخ کښې د انتخاباتو په هلو ځلو کښې دومره مرګ ژوبله خلکو ته نه وه اوښتې.

په پاکستان کښې سخت دریزه ډلو او جګړه مارانو د هیواد په بیلا بیلو برخو کښې په کاندیدانو او د هغوي په طرفدرانو باندې بمي چاودنې کړیدي، ځیني کسان یې وژلي او څو تنه یې تښتولې هم دي. رپوټ وایي دا ډلې دا کارونه پدې خاطر کوي چې خلک په انتخاباتو کښې د برخې اخیستنې نه منع کوي ځکه چې دا انتخابات د هغوي په نظر غیرې اسلامي بڼه لري.

خو د دغو ناوړه پیښو سره سره، په بلوچستان کښې د محصلینو د ټولنې مشر منیر جالب بلوچ وایي چې پدې ولایت کښې د بیلتون غوښتونکو د بغاوت د پای ته رسولو په خاطر زیات شمیر کسان دیته چمتو دي چې پدې انتخاباتو کښې برخه واخلي.

" مونږ نه غواړو چې نور دې دلته د ټوپک سیاست وي، مونږ دا نشو ویلي چې آیا د دې انتخاباتو نه وروسته به د یاغیانو لپاره د خلکو ملاتړ زیات او یا کم شي خو خلکو د عمومي انتخاباتو په خاطر زمونږ د هڅو سره زیاته ملاتړ کړیدي ځکه چې دلته د زیاتو خلکو بچیان پدې تشدد کښې وژل شویدي. او که د خدای رضا وي په نوي حکومت کښې زمونږ د استازو په هلو ځلو سره به زمونږ ستونزې هم حل شي.

داسې ویل کیږي چې تر اوسه په انتخاباتي هلو ځلو کښې د مسلم لیګ نواز د ګوند مشر او سابقه دار سیاست مدار نواز شریف دنورو ګوندونو نه وړاندې دی. نواز شریف چې 64 کاله عمر لري، دوه ځلې یې د پاکستان صدراعظمي کړیده، هغه خپلو پلویانو ته په انتخباتو کښې د برخې اخیستو په خاطر داسې ویلي دي.

" که چیرته ستاسو تقدیر بدل شي نو که د خدای خوښه وي، پدې سره به د ملک تقدیر هم بدل شي. همدا تاسو ځوانان یاست چې ددې ملک راتلونکې به جوړوې. د پاکستان زرغون بیرغ ستاسو په لاس کښې دی، مه پریږدۍ چې دا بیرغ په ځکمه ولویږي. "

نواز شریف د پاکستان د پوځ سره چندانې ښې اړیکې نلري او هر وخت پدې قوي ادارې انتقاد کوي. هغه د خلکو سره ژمنه کړې چې په ملک کښې به اداري فساد او رشوت خوري ختموي او هم یې د پاکستاني طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړیده.

د نواز شریف نه وروسته، د پاکستان دکرکټ پخوانی کپتان چې اوس یې سیاست شروع کړیدی، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دی چې زیات پلویان لري.
د عمران خان زیات پلویان ځوانان او هغه کسان دي چې د پخواني حکومت د سیاسي ګوندونو نه نور تر پوزې راغلي دي.

عمران خان وایي خدای (ج) هغه ته یو موقع برابره کړیده چې خپل هیواد لپاره خدمت وکړي او اوس د دې وخت رارسیدلی چې د دې هیواد ولس د خپل تقدیر د بدلولو لپاره زما سره یو ځای شي. هغه خلکو ته وایي که چیرته تاسو د خپل ځآن او ماشومانو لپاره روښانه راتلونکې او نوی پاکستان غواړۍ، نو باید چې مبارزه وکړۍ او که زړه مو وي چې هر څه دې همداسې روان وي، پریکړه ستاسو په لاس کښې ده.
رپوټ په پای کښې وایي د عمومي انتخاباتو په نتیجه کښې چې هر ډول حکومت منځته راځي، د خلکو تمه به ترې دا وي چې په ملک کښې د غټو اقتصادي، ټولنیزو چارو او وسله والو مخالفینو د ستونزې لپاره د حل لارې چارې پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG