د لاس رسي وړ اتصالات

د IRS مشرې کانګریس ته د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه


د آی آر ایس د ادارې مشره لویس لرنر
د آی آر ایس د ادارې مشره لویس لرنر
د امریکا د د مالیاتو د راغونډولو د ادارې مشره چې د اول ځل لپاره یې د دغې ادارې د ناوړو اجرااتو او د هغه جنجال په اړه رپوټ ورکړی و چې ادارې یې د محافظه کارو سیاسي گوندونو نه خاص تحقیقات کړي دي، د کانگرس له خوا پوښتنو ته د جواب ورکولو نه ډډه کړې ده.

لویس لرنرچې د امریکا د داخلي عوایدو د ادارې یا آی آر ایس مشره ده پرون د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسي جرگې یوې کمیټې ته وروغوښتل شوه، مگر هغې د دغې کمیټې له خوا سوالونو ته د جواب ورکولو نه ډډه وکړه او ویې ویل چي دې کوم غلط کار نه دی کړی او غواړي د امریکا د اساسي قانون په اساس خپل هغه حق عملي اوتطبیق کړي چي غواړي د هغو سوالونو د جواب ویلو نه ډډه وکړي چې فکر کوي دا به هم په دې دسیسه کي لتاړ کړای شي.

دې مسالې چي آي آر ایس محافظه کاره سیاسي گوندونه په نښه کړي دي، د کانگرس پاملرنه وراړولې او ددواړو گوندونو غړو په آي آر ایس باندي انتقادونه کړي او هغه یې « د نه بخښلو وړ » او « د نالایقانو» کار بللی دی.
XS
SM
MD
LG