د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د اوکراین پر پوله پوځ ته د اټومي تمریناتو امر کړی


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ مۍ شپږمه (غوايي ۱‍۷) وویل، ددغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پولې ته څېرمه پرتو روسي سمندري ځواکونو او نورو پوځیانو ته د اټومي وسلو د تمرین امر کړی دی.

پر اوکراین د یرغل راهیسې پوتین څو ځله د اټومي وسلو د کارولو یادونه کړې او د فبروري په میاشت کې یې ملت ته په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې د اټومي جګړې "ریښتیني" خطر شته.

د دفاع وزارت وویل: "د تمرین په جریان کې به د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو د چمتو کولو او کارولو د تمرین لپاره یو لړ اقدامات ترسره شي."

غیر ستراتیژیکې اټومي وسلې، چې د تاکتیکي اټومي وسلو په نوم هم یادیږي، د جګړې په ډګر کې د کارولو لپاره جوړې شوي او د توغندیو په واسطه لیږدول کیدی شي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دا تمرینونه به "په نږدې راتلونکي کې" ترسره شي او موخه یې "د ځینو لویدیځو چارواکو له خوا د ګواښونو" په مقابل کې د روسیې د ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کول دي.

د وزارت په بیان کې ویل شوي چې په دې تمریناتو کې به د اوکراین په اشغال شویو سیمو او پولې ته څېرمه پرتو نورو سرتیرو ترڅنګ الوتکې او سمندري ځواکونه برخه واخلي

لویدیځ چارواکي په اوکراین د روسیې د برید راهیسې د کرملین د اټومي وسلو د یادونو له امله په داسې حال کې په زیاتیدونکي ډول اندیښمن شوي چې پوتین په مکرر ډول د روسیې د اټومي وسلو د کارولو خبره کړې ده.

تېر کال روسیه له امریکا سره د اټومي وسلو د کمولو او هراړخیزو اټومي ازمایښتونو د مخنیوي له تړون څخه ووتله.

دا مطلب د فرانس پرس اژانس د راپور پراساس ترتیب شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG