د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی وايي چي د قوي اقتصادي پروګرامونو په موجودیت کې کیدای شي چې په پنځو کالنو کې افغانستان خودکفا شي. هغه وايي چي د کرهنې سکتور، برېښنا او د اورګاډي د پټلیو غځولو ته توجه کولای شي چې افغانستان له موجوده خراب اقتصادي حالت نه وژغوري. هغه دغه خبره د آشنا راډیو د همکار عزیزالله پوپل سره په مرکې کې کړې ده. په دغه مرکې کې محمود کرزي دا هم ویلي دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې یې ورور قیوم کرزي کاندید دی.
محمود کرزی: کرهنې، بریښنا او د اورګاډي پټلۍ ته توجه د افغانستان بحران ختمولی شي.
