په بنگله دیش کې د جامو جوړولو د یوې فابریکې په سلگونو کارگران وروسته له هغه ناروغه شوي دي چي گمان کیږي نا پاکي اوبه یې چیښلي دي.
پولیس فکر کوي چې په دغه فابریکه کې به، چې جاکټونه جوړوي، ټول ۴٠٠ کسه ناروغ شوي وي. عیني شاهدانو ویلي دي چي ډیر کارگران وروسته له هغه روغتونونو ته ورسول شول چي په خواگرځي یې شروع وکړه. ددې پېښي په اړه تحقیقات روان دي.
د اپریل په میاشت کي هم په بنگله دیش کي هغه ودانۍ چي د جامو جوړولو څو فابریکې په کي واقع وې ونړیده، تر ١١٠٠ زیات خلک یې مړه کړل او په دې سره په هغه هیواد کي د جامو جوړولو د فابریکو د حفاظت او ساتني د شرایطو په اړه خاصي اندیښنې را پیدا شوي.
بنگله دیش په نړۍ کي د جامو جوړولو دوهم لوی هیواد دی او د کاله د شل ملیارډو ډالرو صنعتي صادرات لري چې ٨٠ فیصده یې همدا جامې دي