د لاس رسي وړ اتصالات

خاتمي د منځلاري کاندید حسن روحاني ملاټر کوي


د ایران په انتخاباتو کې اوس شپږ کاندیدان پاته دي.
د ایران په انتخاباتو کې اوس شپږ کاندیدان پاته دي.
د ایران پخواني ولسمشر محمد خاتمي په انتخاباتو کې د منځلاري کاندید حسن روحاني د ملاټر اعلان کړی دی. په ایران کې به انتخابات د جمعې په ورځ وشي.

د ښاغلي خاتمي د اعلان نه مخکې، اصلاح غوښتونکی کاندید محمد رضا عارف وویل چې د خپل کاندیدی نه تیریږي. هغه وویل چې دغه پریکړه یې ورسته له دې نه وکړه چې خاتمي ورته لیک واستوه چې پکښې راغلي و چې دا به درست کار نه وي چې هغه په انتخاباتو کې د کاندید په توګه پاته شي.

ښاغلی عارف دوهم کس دی چې د خپلي کاندیدي نه تیریږي. د هغه نه مخکې د دوشنبې په ورځ غلامعلي حداد عادل د خپلي کاندیدي نه تیر شو.

اوس په انتخاباتو کې شپږ کسه پاته دي. په ایران کې شوراي نګهبان هغه ارګان دی چې د کاندیدانو لست تصویبوي. د دغې شورا غړي ملایان او حقوقپوهان دي چې زیاتره یې د ایران د مذهبي مشر، ایت الله خامنه ای پلویان ګنل کیږي.

د ایران د اساسي قانون په اساس، د ایران اوسنۍ ولسمشر احمدي نژاد نشي کولای د دریم ځل لپاره په انتخاباتو کې ودریږي.
XS
SM
MD
LG