د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې ځانمرګي برید لږترلږه 17 کسه ووژل


په برید کې 17 کسه وژل شوي او شاووخوا 39 نور بیا ټپیان شوي دي
په برید کې 17 کسه وژل شوي او شاووخوا 39 نور بیا ټپیان شوي دي
پولیس وايي چې نن په کابل کې یو ځانمرګي بریدکوونکي خپل موټر د سترې محکمې د ودانۍ او د امریکا د سفارت سره نږدې وچاوه.

چارواکي وايي چې په پيښې کې 17 کسه وژل شوي او 39 کسه بیا ټپیان شوي دي.


پولیس وايي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې د سترې محکمې مامورین د کار نه رخصت شوي وو او په بسونو کې سپریدل.

طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. طالبانو ویلي دي چې د برید هدف د سترې محکمې یو چارواکی و.


پرون هم په کابل کې وسله والو طالبانو برید کړی وو. د کابل په هوايي ډګر په برید کې شپږ طالب وسله وال د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول.
XS
SM
MD
LG