د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سره د امنیتي تړون په سر خبرې وځنډول شوي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
افغان حکومت د امریکا سره د دوه اړخیزه امنیتي تړون په اړه خبرې وځنډولې. افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اعتراض کړی دی.

په هغه خبرپانه کې چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا لخوا خپره شوې ویل شوي دي چې د سولې د بهیر په اړوند د امریکا «د خبرو او عمل ترمنځ د تناقضاتو له کبله» افغانستان د امنیتي تړون په اړه خبرې ځنډولې.

د امریکا او افغانستان ترمنځ خبرې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د حضور په اړه کیږي.

د سې شنبې په ورځ، امریکا اعلان وکړ چې پنجشنبې ته به په دوحې کې د طالبانو سره مذاکرات پیل کړي. د دغو خبرو هدف دا ښودل شوی دی چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره یوه تګلاره جوړه شي.

بل خوا د افغانستان د سولې عالي شورا هم پریکړه کړې ده چې قطر ته به له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره کوم پلاوی تر هغو و نه لیږي تر څو چې د سولې پروسه بشپړه افغاني شوې نه وي. اعلامیه وايي د طالبانو لخوا داسې خبرې چې په قطر کې د خپل دفتر د پرانستلو سره سره به په افغانستان کې جگړې ته دوام ورکړي د سولې د پروسې له روحیې سره په تضاد کې ده، او د طالبانو دا پریکړه څرگندوي چې دوی په افغانستان کې د پردو ستراتیژیکو گټو لپاره کار کوي.

د سولې د عالي شورا یوه غړي مولوي شفیع الله نورستاني امریکا غږ ته وویل چې قطر ته د سولې د عالي شورا د پلاوي د نه استولو د پریکړې برسېره د افغانستان د حکومت د سولې لپاره ټولې دروازې خلاصې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د افغانستان د حکومت دغه عکس العمل حیرانه کړی نه دی. هغه وویل چې امریکايي چارواکو د پروسې د پیلیدو په وخت کې د اختلافاتو پېشبیني کړې وه.

ښاغلي اوباما دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل سره په ګډ خبرې کنفرانس کې وکړې. هغه هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د پخلاینۍ په پروسه کې پرمختګ وشي.
XS
SM
MD
LG