د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی د نوازشریف په بلنه پاکستان ته ځي


د پاکستان صدراعظم نواز شریف
د پاکستان صدراعظم نواز شریف
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د صدراعظم نواز شریف له خوا نه پاکستان ته د سفر کولو بلنه منلې ده. ولسمشر کرزي ویلي دي چې غواړي دا سفر د گټورو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله شي.

دا دوېیم ځل دی چې د پاکستان صدراعظم د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د خپل هیواد د سفر بلنه ورکوي.

په دې اړه د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وايي: «جمهور ریس حامد کرزي . . . د پاکستان د صدراعظم د ټلفوني تماس نه مننه وکړه او وویل چې د افغانستان خلګ، د افغانستان حکومت غواړي چې دغه سفرونه مثبت او مثمر نتایج ولري.»

ایمل فیضي زیاته کړې ده چې ولسمشر کرزي د پاکستان صدراعظم ته ویلي دي چې د سفر نه مخکې دې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز کابل ته سفر وکړي ترڅو پاکستان ته د هغه د سفر په اجنډا باندې خبرې وکړي.

بل پلو ته، ښاغلي کرزي د امریکا سره د امنیتي تړون او د وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو په اړه د افغانستان د سیاسي او جهادي مشرانو سره خبرې کړې دي. د دغو خبرو هدف د امنیتي تړون او د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د دغو مشرانو د نظرونو اخیستل ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG