د لاس رسي وړ اتصالات

لودین: د رشوت خلاف مبارزه د ټولو ګډ کار دی


د اداري فساد په ضد د مبارزې د ادارې مشر عزیز الله لودین وايي چې د اداري فساد په اړه د خلګو شکایت پرځای دی او په افغانستان کې د فساد د ختمولو لپاره باید ګډ کار وشي.

ښاغلي لودین دغه څرګندونې د اداري فساد په اړه د شفافیت د نړیوالې ادارې د ۲۰۱۳ م کال د راپور په اړه د امریکا غږ اشنا راډيو د خبرواترو په پروګرام کې وکړې.

د ادارې فساد په اړه، د شفافیت د نړیوالي ادارې د ۲۰۱۳ م کال په راپور کې راغلي دي چې تیرکال په افغانستان کې عدلي او قضايي ارګانونو او پولیسو ډیر رشوت اخیستی دی.

په دغه راپور کې افغانستان د هغو ۲۰ هیوادونو په کتار کې راځي چې پکښې د نورو ادارو په تناسب په قضا او پولیسو کې رشوت ډیر اخیستل کیږي.

د ادارې فساد په ضد د مبارزې د ادارې مشر وايي چې خلګ د ادارې فساد په اړه شکایت لري او شکایت یې هم پرځای دی. هغه وویل: «سړی باید حقایق ووايي، حقیقت دا دی چې موږ په اداراتو کې مشکلات زښت زیات لرو.»

هغه زیاتوي چې د ادارې فساد په اړه یې یو شمیر دوسیې څار
نوالۍ ته سپارلي دي. ښاغلی لودین دا هم وايي چې د ادارې فساد د ختمولو لپاره همکارۍ او ګډ کار ته ضرورت سته.

د حقوقي چارو کارپوه عبدالکریم حقانیار بیا وايي چې دولتي چارواکي د لیاقت او اهلیت په اساس په دندو نه دې ګمارل شوي او د فساد موضوع به هغه مهال حل شي چې مسلکي کسان په کار وګمارل شي.

ښاغلی حقانیار وايي چې دغه کار په تیرې لسیزې کې ځکه نه دی شوی چې «سیاسي اراده» موجوده نه وه.


هغه د راتلونکي په اړه خوشبین نه دی. هغه دا هم وايي چې په افغانستان کې اولس هم د دغه موضوع په اړه عکس العمل نه دی ښودلی.

عبدالکریم حقانیار وايي:
«یوه بله خبره چې ډیره مهمه ده چې ما غوښتل ووایم د افغانستان خلګ، په مجموع کې عمومي اولس، [د ادارې فساد خلاف] عکس العمل نه ښيي.» هغه زیاتوي چې ادارې فساد د کلتور برخه ګرځیدلې ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG