د افغانستان د باختري دورې د سرو زرو د گاڼو نندارتونونه چې د نړۍ په گڼو ملکونو کې خلکو ته وړاندې شوي دي له هغوی څخه افغانستان درې نیم میلونه ډالر گټه ترلاسه کړې ده
دا خبره د افغانستان د ملي میوزیم رئیس ښاغلي عمرا خان مسعودي دامریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکې کې کړې ده
له ښاغلي عمرا خان مسعودي سره د امریکا غږ اشنا راډیو همکار مطیع الله عابد مرکه دلته اورېدلای شئ
-
مطیع الله عابد
مطیع الله عابد د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.