پاچا عبدالله د یوه بهرني هیواد لومړی مشر دی چې، د پوځ لخوا د واک نه د محمد مرسي د لیرې کولو ورسته، مصر ته سفر کوي.
د اردن پاچا د شنبې په ورځ د مصر د موقت ولسمشر عدلي منصور سره وکتل.
د دغه ملاقات نه یوه ورځ مخکې، په مصر کې په زرګونو خلګو مظاهرې وکړي او لیرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي ته یې د قدرت د بیرته سپارلو غوښتنه وکړه.
د قاهرې د رابعه العدویه د جومات مخې ته اوس هم د مرسي په زرګونو پلویان راغونډ دي او خپل احتجاج ته یې ادامه ورکړې ده.
د مصر لیرې کړل شوی ولسمشر محمد مرسي د اخوان المسلمین د ګوند سره تړاو لري. دغه ګوند ښاغلی منصور د مصر ولسمشر په توګه نه مني.
اخوان المسلمین دا هم رد کړې ده چې په انتقالي پروسې کې، چې پوځ یې ملاټر کوي، برخه واخلي. دغه ګوند ویلي دي چې د نوي اساسي قانون په اړه په رفرنډم او په ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو کې به هم برخه نه اخلي.