د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان اعلی وزیر یاغیان د حکومت سره خبرو ته راوبلل


ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، د بلوچستان اعلی وزیر
ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، د بلوچستان اعلی وزیر
په بلوچستان کښې چې د پاکستان تر ټولو ستر ایالات دی، د دغه هیواد د جوړیدو راپدیخوا بیلتون غوښتونکو بلوڅانو د حکومت په خلاف د بغاوت وسلې راخیستې دي. خو اوس د بلوڅانو ملت پاله مشر د وسله والو ډلو نه غوښتي دي چې خپلې وسلې دې په ځمکه کښیږدي او د حکومت سره دې خبرو ته کښیني.

بیلتون غوښتونکي بلوڅان د پخوا نه د دې ایالت په طبیعي زیرمو کښې هغوي ته د ډیرې ونډې ورکولو او یا د پاکستان نه د بیلیدو په خاطر جګړه کوي. د هغوي دا مبارزه د پاکستان د جوړیدو نه راپدیخوا روانه ده. د بلوڅانو یو شمیر قبیلو دا ونه منله چې هغوي دې د پاکستان برخه وي او په همدې خاطر یې په 1948 میلادي کال کښې څو ځله بغاوت وکړ خو پخپلو هلو ځلو کښې ناکامه شول.

پدې ایالت کښې د ناکراریو له وجې د پاکستان مرکزي حکومت دیته مجبوره شو چې په زیاته اندازه پوځیان هلته ځای پر ځای کړي. خپلواکه څارونکي په دومره زیات شمیر د پوځ په شتون انتقاد کوي او وایي چې د همدغو پوځیانو د شتون له وجې خلکو وسلې راپورته کړیدي.

خو د مې د میاشتې په عمومي انتخاباتو کښې دا ځل ملت پاله بلوڅ عبدالمالک ددې ایالت اعلی وزیر وټاکل شو چې د هغه د ټاکل کیدو له برکته یو ځل بیا پدې ایالت کې د ثبات او امنیت لپاره هیلې پیدا شویدي. ښاغلی مالک د مسلک په لحاظ د طب ډاکټر دی، هغه لومړنی شخص دی چې د بلوچستان ایالت د منځنۍ طبقې د سواد لرونکو اشخاصو له ډلې نه ټاکل کیږي. هغه نه کوم قومي مشر دی او نه هم د پخوانیو واکمنو کورنیو کوم غړی دی.

عبدالمالک امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې وویل چې " د هغه نیشنل پارټۍ د ټولو بلوڅانو استازیتوب نکوي خو بیا هم د بلوڅ یاغیانو نه غواړي چې پدې ایالت کښې د ثبات او امنیت په راوستلو کې دې د هغه سره لاس یو کړي. "

" هغوي دې خبرو ته کښیني، او اصلي خبره باید چې د بلوچستان ولس وي، که چیرته هغوي زمونږ سره موافقه وکړي مونږ به پدې ایالت کښې پراختیايي کارونه وکړو او خلکو ته به وړتیا ورکړو. اوس 21 مه پیړۍ ده او زه فکر کوم چې مونږ کولی شو د ټوپک له لارې نه بلکه ددیموکراسۍ لا لارې کولی شو چې خپل حقوق تر لاسه کړو. "

خو د ښاغلي مالک لپاره پدې ایالت کښې ستونزې کمې ندي. پدې تیرو څو میاشتو کې مشکوکو سني مذهبي افراطي مسلمانانو د کوټې ښار په شاوخوا سیمو کښې په هزاره او شعیه ګانو باندې بریدونه کړيدي او د هغوي په سل ګونه غړي یې وژلي دي.
همدرانګه بلوڅ سیاستمداران د دولت په امنیتي ادارو او ملیشو باندې تور لګوي چې په غیري قانوني توګه هغه د خپلواکۍ مبارزین بندیان کوي. پدې تیرو څو کالونو کښې د بلوڅ مبارزینو او مشرانو په سل ګونه جسدونه پداسې حال کښې پیدا شویدي چې په ډزو ویشتل شوي او وژل شویدي. خو دولتي چارواکي بیا ددې وژنو ذمه واري نه مني.

د بلوچستان اعلی وزیر ښاغلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وایي چې د بې درکو شویو کسانو د ستونزې د حل کولو په خاطر هغه د نواز شریف په مشرۍ د مرکزي حکومت سره په اړیکه کښې دی. ښاغلی مالک وایي دا پلان هم لري چې په فدرالي ملیشو باندې هم چې د سرحدي قول اردو په نامه شهرت لري، کنترول او څارنه تر لاسه کړي.

" د بلوچستان ستونزه پدې باندې حل کیږي چې د فدرالي او ایالتي حکومتونه دواړه یو نظر ولري. فدرالي حکومت باید ملیشو ته دا قناعت ورکړي چې باید د ایالتي حکومت تر کنترو لاندې دې کار وکړي او که داسې ونکړي نو د هغوي شتون هیڅ ګټه نلري. "

سره لدې چې د پاکستان صدر اعظم نواز شریف ژمنه کړې چې د بلوچستان وضع به بهتره کوي خو زیات کارپوهان بیا پدې شکمن دي چې آیا هغه به وکړی شي او که نه چې پوځ ته دا قناعت ورکړي چې د ایالتو لپاره د پالیسو په جوړولو کښې ډیر واک او قدرت د ملکي ادارو مشرانو ته ورکړي.
XS
SM
MD
LG