د امنیتي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي چې د افغانستان په ټولو سیمو کې وسله وال مخالفین فعالیت کوي او د انتخاباتو د امنیت په اړه ستونزې شته.
هغه دغه خبره د امریکا غږ اشنا راډیو د همکارې زیبا خادم سره په مرکه کې کړې دي.
ښاغلی امرخیل وايي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت دومره ډاډمن نه دی.
هغه زیاتوي چې دا عملي نه بریښي چې د کورنیو چارو وزارت وايي چې په یو شمیر ناامنه ولسوالیو کې به د رایه اچونې لپاره شرايط اماده کوي.
جنرال امرخیل وايي: «عملي که موږ او تاسو وګورو . . . . په افغانستان کې ټولې سیمې ناامنه دي. یانې طالبان په ټولو ځایونو کې وجود لري.»
ښاغلی امرخیل وايي چې نړیوال ځواکونه د انتخاباتو د امنیت په برخې کې مرسته کولای شي. هغه وايي چې په کشفي او استخباراتي برخې کې نړیوال ځواکونه باید د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
جنرال عتیق الله امرخیل وايي:«غلیم شته، جنګونه شته، په لارو کې ماینونه شته. . . . خلګ سته چې د مخالفینو سره کمک کوي. دوی وسلې هم لري، امادګي هم لري، . . . موږ باید زیات خوشبین نه اوسو.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د انتخاباتو دپاره یې امنیتي پلان جوړ کړی او د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته یې سپارلی دی.
خو جنرال عتیق الله امرخیل وايي چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ د هماهنګۍ لپاره باید یوه ګډه قرارګاه جوړه شي. هغه وايي : «د انتخاباتو لپاره مخصوص یوه قرارګاه جوړه شوې وای.»
جنرال امرخیل دا هم زیاتوي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره امنیتي ځواکونه باید مشخص پلان ولري.