د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ملي لوبډله د لوبو لپاره نامیبیا ته ولاره


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انټرکانټیننټل جام د سیالیو په لړ کې د نامیبیا هیواد ته تللې ده.


د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې له تیرو دوو میاشتو راهیسي ملي لوبډلې د څلورو تنو روزنکو لخوا په اساسي توګه روزنه ترلاسه کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې د څلور ورځینۍ او دوه یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د ترسره کولو په هدف د نامیبیا سره د اګست په څلورمه نیټه لوبې پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې لوبغاړو ته د بیټنګ او بالنګ په برخو کې د څلورو تنو روزنکو لخوا په اساسي توګه روزنه ورکړل شوې.

د نامیبیا د کرکټ لوبډلې سره د افغان کرکټ لوبډلې دوه یو ورځینۍ سیالۍ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو ته د غواروۍ لوبې هم شمیرل کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ددغو سیالیو ګټل افغانستان ته زیات ارزښت لري
.

د کرکټ بورد زیاتوي چې دا ځل په ملي لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته د لوبو کولو چانس ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې د نامیبیا هیواد سره له سیالیو ترسره کولو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په سنګارپور کې د آسیايي هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې هم ګډون وکړي. دغه سیالې به د اګست په اولسمه نیټه د اتو هیوادونو ترمنځ پیل شي.



د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
XS
SM
MD
LG