د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې یاغیانو یوه هوايي اډه نیولې ده


په سوریې کې فعالین وايي چې د سوریې په شمالي ښار حلب کې د القاعدې سره تړلې ډلې یو پوځي هوايي ډګر نیولی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله وايي چې د سې شنبې په ورځ سهار وختي د عراق د اسلامي دولت په نامه ډلې او نورو یاغي ډلو د سوریې د حکومتي ځواکونو څخه د منغ پوځي هوايي اډه ونیوله.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله دا هم زیاتوي چې یاغیانو دغه هوايي ډګر ورسته له دې نه ونیوی چې د دغه ډګر پر دروازې باندې د موټر په واسطه ځانمرګی برید وشو.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وايي چې ځانمرګی برید کوونکی د سعودي تبع و.

په حلب کې یاغیانو د دغه هوايي ډګر د نیولو لپاره د اتو میاشتو راهیسي جګړه کوله. دغه هوايي ډګر ترکیې ته نږدې پروت دی او د سوریې د حکومت لخوا د یاغیانو خلاف د هوايي بریدونو لپاره استعمالیدی.

د مارچ د ۲۰۱۱ کال راهیسي، چې په سوریې کې جګړه پیل شوې ده، تر ۱۰۰۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG