د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې د بشارالاسد پر کاروان برید رد کړ


د سوريې حکومتي چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې وايي د سې شنبې په سهار د ولسمشر بشارالاسد د موټرونو پر کاروان باندې د توغندیو برید شوی دی.

د یاغیانو د تحریر الشام غونډ وايي چې د موټرو په کاروان د توغندیو برید دوی کړی دی او ځینو توغندیو یې خپل هدف ویشتلی دی.

راپورونه وايي چې په دمشق کې د ولسمشر بشرالاسد د موټرو پر کاروان هغه وخت برید وشو چې هغه جومات ته روان و.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزعبي د برید راپورونه دروغ وبلل.

د سوریې حکومتي تلویزون بیا هغه ویډیو خپره کړې ده چې ښيي ښاغلی اسد نن د پنج شنبې په ورځ د دمشق په یوه جومات کې د اختر لمونځ ادا کوي.

په بریتانیې کې د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله وايي چې د دمشق د ښار د مالکي په ناحیې کې توغندي لګیدلي دي. خو دغه ډلې دا تایید نه کړه چې برید دې د ښاغلي اسد د موټرو په کاروان شوی وي.

دا ګرانه ده چې په سوریې کې دې په مستقله توګه د پيښو تصدیق وشي. په سوریې کې په نړیوالو مطبوعاتو باندې بندیزونه لګول شوي دي.
XS
SM
MD
LG