د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ په گوټ گوټ کې مسلمانان نن اختر لمانځي


د اختر ورځ
نن د پنجشنبې په ورځ په اندونیزیا کې چې د نفوسو له لحاظه د نړۍ تر ټولو غټ مسلمان هیواد دی عبادت کوونکي د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره په جوماتونو کې راغونډ شوي وو او د کوچني اختر لمانځنه یې کوله.

په سعودي عربستان سوریه او مالیزیا کې هم مسلمانان نن د پنچششنبې په ورځ کوچني اختر لمانځي.
د قاهرې د تحریر په څلور لاره کې هم عبادت کونکي راغونډ شوي وو او د کوچني اختر لمانځنه یې کوله.

نن سهار د اختر له لمانځه وروسته په ارگ کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي افغانانو ته او د نړی مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکي د ویلو تر څنګ له وسله والو مخالفینو څخه یو ځل بیا وغوښتل چې د پردیو ټوپک له خپلو وږو څخه کښته کړي او د سولې شورا سره خبرو ته چمتو شی. ولسمشر کرزي په طالبانو غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي خپل هیواد ته را ستانه شي

د اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وه خو د ښار په واټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره نه وه. د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو هم د اختر د مبارکۍ پیغامونو ترڅنګ د سولې او ثبات هیلې د ځان سره لرلې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وویله او هغوي ته یې په اختر کې د ښه وخت استدعا وکړه.
XS
SM
MD
LG