د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې بمي چاودنو په لسګونو کسان وژلي


په عراق کې، د ۲۰۰۷ کال راهیسې، د سږکال د روژې میاشت تر ټولو خونړۍ وه.
په عراق کې، د ۲۰۰۷ کال راهیسې، د سږکال د روژې میاشت تر ټولو خونړۍ وه.
د بغداد په ښار او د ښار نه دباندې سیمو کې د شنبې په ورځ د موټر بمونو په یو لړ چاودنو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

عراقي چارواکي وايي چې د دغه بریدونو هدف مارکیټونه او هغه ځایونه وو چې پکښې د خلګو ګنه ګونه ډیره وه. بریدونه داسي مهال شوي دي چې د بغداد په بیلابیلو سیمو کې خلګو کوچنی اختر لمانځی.

د ۲۰۰۷ کال راهیسې، په عراق کې د سږکال د روژې میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه. د روژې په میاشت کې په عراق کې په سلګونو کسان ووژل شول.

په عراق کې په تیرو څو میاشتو کې تشدد ډیر شوی دی. په عین وخت کې، د عراق حکومت خلاف، چې د شیعه ګانو په لاس کې دی، د عراق سنیانو هم یو لړ مظاهرې کړې دي. په عراق کې سنیان په اقلیت کې دي.

په عراق کې یوازې د جون په میاشت کې تر ۱۰۰۰ ډیر کسان ووژل شول.

په عراق کې د تشدد د پيښو زیاتیدلو د پراخه فرقه یې بریدونو د بیرته پيلیدو اندیښنه پیدا کړې ده.
XS
SM
MD
LG