د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوب کې د جګړې وروسته ټکرونه زیات خلګ وژني


Archive
Archive
په کندهارکې د روغتیا مامورین وايي چې داختر په ۳ ورځوکې د ترافيکي پېښو ګراف ډیر لوړ و. په دې پېښو کې د سلوتنو زیات خلګ پکښې ټپیان شوي اوڅلورتنه پکښې وژل شوي.

بلي خوا ته په هلمند کې هم د یوه مسافروړونکي بس او کرولا موټرترمنځ په حادثه کې څلورتنه وژل شوي دي.


په هلمند کې د یکشنبې د ورځې په ماپښين په یوه ترافيکي پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

دهلمند دوالي ویاند عمر ځواک وايي چي پېښه د یکشنبې د ورځې په ماپښین د یوه مسافروړونکي ۳۰۳ بس او يوې کرولا ترمنځ رامنځ ته شوې ده. د نوموړي په وینا دپېښي ټول قربانیان دکرولا موټرسپرلي وو اود ۳۰۳ مسافرینوته کوم زیان ندی رسیدلی.

ترافیکي حادثات د ترجګړې را وروسته دګڼو انسانانو ژوند ته خطر متوجې کړی دی خو د اختر په شپو ورځو کې دغه ستونزه نوره زیاتېږي.

د کندهار د عامي روغتیا مرستیال ډاکتر احمدالله فیضي وايي چي دکوچني اختر په ۳ وروځو کې میرویس حوزوي روغتون ته د ترافيکي پېښو ټول قربانیان ۱۳۴ تنه وروړل شوي چي ۴ تنه پکښې وژل شوي او۱۳۰ تنه يې ټپیان دي . دقربانیانو لویه برخه ما شومان جوړوي.

نوموړی زیاتوي چي په ټپیانوکې ځيني ممکن دایمي معیوب سي ځکه د بدن په ډیرو حساسو برخوکې يې ژور ټپونه اخیستي دي .،، په ټپیانوکې ښځي اوماشومان هم شته ، ډیری ترافيکي حادثات دموټرسائکلانو له کبله دي ،جالبه دا ده چي په ټپي ماشومانو کې ۴۵ يې انجوڼي دي چي یا په کوڅه کې ګرځېدې یاهم په لوبو بوختي وې چې شاید د موټرسائکلانو دګړندي تګ له کبله ټپي شوي وي. ځيني ټپیان په طبي اصطلاح هارد یاهم خطرناک زخمونه لري چي ممکن ددایمي معیوبیت سبب يې شي.،،

ډیری ترافيکي پېښي دموټرسائکلانو د ټکر له کبله رامنځ ته شوي چي ترډیره پوري تنکي ځوانان ورڅخه ګټه اخلي. دکندهاردعامي روغتیا ماموین وايي چي د دوي دطبي خبرتیاوو سره چا دغي اساسي ستونزي ته چندان پاملرنه نده کړې اود تیرکال په څیر ستونزه بیاهم پرخپل ځای پاته ده .

دکندهارد ترافیکو مدیر سمونوال محمدالله وايي چي دوي داختر په شپو ورځوکې دترافیکي نظم دساتلولپاره هم دښارپه بیلابیلو واټونو اوڅلور لارو کې ترافیکي پوليس توظیف کړي دي

هغه زیاتوي چي دترافيکي پېښو ګڼ عاملین يې زنداني کړي هم دي خو نیوکه کوي چي د دوي له خبرداري برسیره ځيني کورنۍ خپلو تنکي ځوانانو ته د موټر او موټرسائکل چلولو اجازه ورکوي چي دا کار په خپل ذات کې هم دهغوي ژوند اود نور ژوند ته ګواښ رامنځ ته کوي.

روغتیايي مسولین تل وايي چې د ترافيکي حادثاتو دزیاتوالي له کبله د دوي منابع هم ترډیره پرداسي لار باندې لګول کیږي چي کیدلای شي په لږ پاملرنې سره يې مخنیوی وشي .

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG