د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت د انتقال بهیر او د ایساف هوایي اډې


د امنیت د انتقال بهیر او د ایساف هوایي اډې
د امنیت د انتقال بهیر او د ایساف هوایي اډې
د هوايي ځواکونو په چارو کې د ایساف د عمومي قوماندان مرستیال جنرال کینیټ ویلسبچ د اشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې ویلي دي، هغه هوایي اډې چې د ایساف ځواکونو په ولکه کې دي تر اوسه د امنیت د انتقال په بهیر کې ندي راغلي.

د ایساف د عمومي قومندان د هوايي ځواکونو مرستیال د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان حکومت له لورې د نړیوالو ځواکونو هوايي ملاتړ د بندولو پرېکړې څومره د ترهګرۍ په ضد په جګړې تاثیر کړی، وویل:


« زه فکر نه کوم چې دومره یې تاثیر کړی وي. تاسې ته معلومه ده چې مونږ کوښښ کوو، هیڅ ډول ملکي تلفات پېښ نه شي، هر کله چې د هوايي ځواک عسکر پلي کوو، دې ته مو پام وي چې په میدان کې د جګړې د پېښېدو نه وړاندې د ښکېلتیا رول مراعت کړو. زمونږ د نښې ښکار د افغانستان دښمنان دي. زه فکر نه کوم چې دغه محدودیت دې زمونږ کارونه ستونزمن کړي وي.»

جنرال ویلسبچ وویل مونږ خپل هوایي عملیات نه دي بند کړي خو تر ډیره افغان ځواکونه د جگړې په میدان کې حمایه کوو، ځکه دوی د عملیاتو په رهبرۍ کې دي. مونږ په هغو نقاطو کې چې افغان ځواکونه هوايي ملاتړ ته اړتیا ولري، ورسره مرسته کوو.


د امریکا غږ د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې افغان حکومت وایي د هوايي ځواک لپاره پوره تجهیزات نه لري، ایا تاسې په کافي ډول د افغان هوايي ځواک سره مرسته کړې ده؟ نوموړی وویل:

« دوی کافي تجهیزات لري او پوره تجهیزات به اینده کې ولري، دا اوس دوی مناسب تجهیزات لري چې په میدان کې خپلو عسکرو ته په ځېنو برخو کې ملاتړ ورسوي. ائتلافي ځواکونه هم ددغې تشې په ډکولو کې مرسته کوي، خو چې ۲۰۱۷ کال ته رسیږو زه فکر نه کوم چې هیڅ خلا دې موجوده و اوسي.»

داسې راپورونه شته چې د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو نوي په سلو کې اډې یا بیسونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي. دا چې ایساف د امنیت د انتقال په بهیر کې افغان ځواکونو ته هوايي اډې سپارلي یا بندې کړي دي که نه؟ د ایساف د هوایي ځواکونو مسول قوماندان وویل:

« دا به لا وختي وي، په هوايي اډو کې ائتلافي او افغان ځواکونه یو ځای اوسيږي، د بېلګې په ډول په کابل، شينډنډ او کندهار کې. داسې نورې هوايي اډې هم شته چې افغان او ائتلافي ځواکونه ترې گډ عملیات کوي، په اینده کې به د عسکرو د ایستلو لړۍ پیل شي، افغان حکومت غواړي چې د ځېنو هوايي اډو چارې پخپله کنترول کړي.»

جنرال ویلسبچ د افغان هوایي ځواک د روزنې په هکله وویل:

« مونږ افغان هوايي ځواک ته روزنه، سلا مشورې او ورسره مرسته کوو، دا روزنه له ابتدا نه پیل کیږي، زمونږ روزونکي ورته ښي چې څنګه یو کس ښه پيلوټ کېدای شي. مونږ له جنرال وهاب، جنرال دوران، جنرال کریمي او نورو ټولو لوړ پوړو هوايي ځواک جنرالانو سره ګورو چې څنګه روزنې ته دوام ورکړو. دوی د خپل هوايي ځواک په جوړولو کې ډېره توجه کوي او مونږ هم دا کوښښ کوو چې دوی لپاره ښه سلاکاره روزونکي ولرو.»


د امنیت د انتقال بهیر او د ایساف هوایي اډې
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00











د ایساف د عمومي قومندان د هوايي ځواکونو مرستیال جنرال کینیټ ویلسبچ وایي، زمونږ د روزنې پلان په ۲۰۱۴ کال کې پای ته نه رسیږي، بلکې دا پلان مو تر ۲۰۱۷ کاله پورې غځیږي. په ۲۰۱۷ کال کې به افغان هوايي ځواک په خپلو پښو ولاړ وي او دا ددې معنی لري چې هغه وخت به دوی پوره روزل شوي وي، د تجهیزاتو د ساتنې مهارتونه او ښه ملاتړی پرسونل به ولري، او دا وړتیا به هم ولري چې اینده نسلونه وروزي.
XS
SM
MD
LG