د لاس رسي وړ اتصالات

د آشي هارا کاراتې ملي سیالۍ


Karate
Karate
په کابل کې د شپاړسو ولایتونو د یو زر لوبغاړو په گډون د آشي هارا کاراتې د لسم پړاو ملي سیالۍ ترسره شوې.

له دې ډلې نه څه باندې شپږ سوه لوبغاړي په سیالیو کې شامل و او پاتې نورو یې د فورم د اجرا کولو په برخه کې ګډون وکړی و.

لوبغاړي وايي‌ چې د تیرو کلنو په پرتله د آشي‌ هارا کاراتې سیالۍ په معیاري‌ توګه ترسره شوې چې نړیوال قوانین هم په پوره توګه مراعت شول.

خو لوبغاړي وايي چې په ولایتونو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي ځکه چې ورزشي کلپونه په معیاري توګه نه دي جوړ شوي او دوی له کوچنیو دوکانونو څخه ورزشي کلپونه جوړ کړي او هلته تمرینونه کوي.

ددغو سیالیو په پای کې پنځه اویا لوبغاړي د آشي هارا کاراتې ملي لوبډلې ته د ځوانانو،‌ نويو ځوانانو او غټانو په برخو کې وټاکل شول.

د افغانستان د آشي هارا کاراتې فدراسیون مسولین وايي چې ټوټال په دغو سیالیو کې شلو ورزشي لوبډلو ګډون کړی و.

په ورته وخت کې د آشي هارا کاراتې څانګه د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې په چوکاټ کې د فدراسیون په توګه شامله شوه او د نوي رئیس غلام جیلاني غروب په ټاکلو سره یې کار پیل کړ.

دغه لوبه له تیرو لسو کلنو په افغانستان کې پیل شوې چې اوس مهال په شپاړسو ولایتونو کې نږدې شپږ زره لوبغاړي دغه ورزش پرمخ وړي.

Karate
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00
XS
SM
MD
LG