د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي هندوانو او سیکانو ته ولسي جرګې کې څوکۍ ورکړه


ولسمشر حامد کرزي د چارشنبی په ورځ یو فرمان صادر کړ او د هېواد هندوانو او سېکانو ته ېې په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کی چې ټاکل شوې په ١٣٩۴ هجري شمسي کال کې وشي،په ولسي جرگې کې ېوه خوندي څوکۍ ورکړېده.

د افغانستان پارلیمان هندوانو او سېکانو ته په ولسي جرگې کې د څوکۍ ورکولو پر خلاف مخکې ېوه پرېکړه کړې وه.
پارلیمان واک لري چې د ښاغلي کرزي فرمان رد کړي او یا یې ومني او قانوني بڼه ورکړي. توقع ده کله چې د پارلیمان غونډه جوړه شي، د شنبې په ورځ به غړي په موضوع بحث وکړي.

په افغانستان کی څو لسېزې پخوا 80 زره هندوانو او سېکانو ژوند کاوه خو زېاتره ېې د کورنېو جگړو او بی امنېتۍ په وجه خارج ته وتښتېدل.

په مشرانو جرگې کښې د هندوانو ېوه استازي مېرمن انارکلي هنرېارې د اسسوسېټېد پرېس اژانس ته ووېل چې اوس په افغانستان کې صرف دوه نېمه زره او ېا درې زره هندوان او سېکان پاتې دي.

د افغانستان ولسي جرګه ټول ټال 249 څوکۍ لري او که چیرته هندوانو او سیکانو ته دا ځانګړې څوکۍ هم د دې جرګۍ د غړیو لخوا منظوره شي، نو د ولسي جرګې څوکۍ به هم 250 شي.
XS
SM
MD
LG