د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل کندهار په لویه لاره د مسافرو ډک بس په ماین ختلی


ارشیف امریکا غږ
ارشیف امریکا غږ
د کابل کندهار په لویه لاره د غزني د مقر په سیمه کې د سړک د غاړي پر ماین د مسافرو څخه ډک بس موټر ختلو په پیښه کې اوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

پېښه د ورځې پر يولسو بجو د غزني په مقر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې. د پېښې د قربانیانو له جملې څخه پنځه کسه د یوې کورنۍ وو.

د غزني د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي امریکاغږ ته وويل چې په پېښه کې د ۳۰۳ بس موټر ۷ سپرلۍ وژل شوي او ۱۴ تنه نور يې ټپیان دي.

د پوليسو ماموران وايي چې د مسافرو یاد بس په خامه لار کې روان وو چې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري پر تازه ښخ شوي ماین برابر شوی.

د غزني د امنيت امر وايي چې نړیوالو ځواکونو د يوه ماین د خنثی کولو لپاره د کابل - کندهار لار د څه وخت لپاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه، خو پدغه وخت کې د هلمند بس ترانسپورت اړوند ياد موټر له پاخه سړک څخه د ژر تګ په هدف خامه لاري ته اوښتی وو.

د غزني د امنيت امر وايي د پېښې سربېرن ټپیان د مقر ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او هغه چې ژور ټپونه يې درلودل هغه په سیمه کې دنړیوالو ځواکونو مرکز ته د بیړنۍ مرستې لپاره وړل شوي. د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غزني د امنیت آمر په پېښه کې موټر چلونکي ته هم د ملامتۍ ګوته ونیوله چي دده په وینا د خامه لارې ممکنه خطرات يې په پام کې نه وو نیولي او پر خامه لار يې د تګ په هڅه کې د ګڼو مسافرینو ژوند له ستر ګواښ سره مخ کړ.

د سړک د غاړي ماینونه ستر امنيتي ګواښ بلل کیږي چې بشري فعالین د ملکي کسانو مرګ ژوبله پکښې تر بل هر شي ډيره بولي. که څه هم پر حکومتي و سایطو د سړک دغاړې ماین چاودنو مسئولیت وسله وال طالبان مني خو د نننۍ پېښې په اړه يې رسنیوته کومه تبصره نده کړې.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG