د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ملا بردار خوشي کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو دوزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري پرون د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسلام آباد افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر د پخواني مرستیال ملا عبدالغني برادر د خوشې کولو پریکړه کړې چې په افغانستان کې د سولې د پرسې سره مرسته وکړي.

ښاغلي چوهدري امریکا غږ ته ویلي چې برادر به په یوه مناسب وخت کښې خوشې شي. داسې ګمان کیږي چې د ملا عبدالغني برادر په خوشې کیدو سره به د سولې د عالي شورا او طالبانو د استازو تر منځ په قطر کښې د سولې خبرې چې اوس په ټپه ولاړې دې، بیرته پیل شي.

سره لدې چې ملا عبدالغني برادر د ملا محمد عمر مرستیال هم ؤ خو د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند وایي کله چې هغه په 2010 میلادي کال کښې د پاکستاني چارواکو لخوا ونیول شو نو پدې سره یې د طالبانو په منځ کې اعتبار هم د لاسه ورکړ.

" د هغه خوشې کیدل به ښایي چې یو څه سمبولیک اهمیت ولري خو د سولې او روغې جوړې په خبرو اترو کې به چندانې اغیزه ونکړي. د هغه خوشې کیدل به نه د پاکستان د حکومت او وسله والو ډلو تر منځ په خبرو کښې مرسته وکړي او نه به هم د قطر د خبرو بیا پیل کیدو لپاره اهمیت ولري. "

د تیر کال راپدیخوا پاکستان د دیرشو نه زیات طالبان پدې هیله خوشې کړیدي چې طالبان دیته وهڅول شي چې د تشدد نه لاس واخلي او په افغانستان کښې د سولې د پروسې سر ه یو ځای شي
XS
SM
MD
LG