د لاس رسي وړ اتصالات

ولې افغانستان لږ شمیر پولیسانې لري؟


د اکسفام نړیوالې موسسې د دې عنوان لاندې چې " ولي د پرمختګ لپاره د قانون د پلي کوونکې داسی ادارې د شتون ضرورت شته چي د ښځو ساتنه او درناوي وکړي؟" یو راپور خپور کړی او د هغه پر بنسټ یې هغو ستونزو ته اشاره کړیده چې په افغانستان کی ښځینه پولیسې په خپلو لیکو کی ورسره مخ دي.

په افغان ځواکونو کې د ښخینه پولیسو شمیر له یوې سلنی نه هم را ټیټ دی .د آکسفام یو راپور ښيي چې دوي په خپلو دندو کې له بیلابیلو ستونزو نه ځوریږي
جنسي تیري ، په ټولنه او پوځي ځواک کې ورته په ټیټه سترګه کتل او د بنسټیزو مهارتونو نه درلودل يي غټې ستونزې دي.

پدې رپوټ کښې معلومات چې د یوه کال په اوږدو کې د هیواد په مرکز او ولایاتو کې د کورنیو چارو وزارت ، افغان دولت ، یوناما او د بشري حقونود کمیسیون په مرسته راټول شویدي، ښيی چې افغان پولیسانې په خپلو کاري ادارو کې له جنسي تیریو ، په ټیټّه سترګه کتو ، منفي چلند او د بنسټیزو مهارتونو له نه درلودوسره مخ دي.

او د راپور له مخې همدا ستونزې او ګواښونه سبب شوي چې افغان میرمنې د پولیسو ځواکونو ته د ورداخلیدو نه تر ډیره بریده ډډه وکړي .

د آکسفام د موسسې د پالیسې مشر شریف عزیزي وایي د طالبانو تر راپرزیدو ۱۲ کاله پس هم په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاو تریخوالي په ډیر شدت سره لیدل کیږي، او په همدی حال کې افغان میرمنې د خپل ځان ساتنی او ملاتړ لپاره ښځینه پولیسو ته اړتیا لري خو په خپله همدا میرمنې د پولیسو ځواکونو ته د ورګډیډو نه په کلکه ډډه کوي .

" په داسی حال کی چی په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کی د ښځو په وړاندې زورزیاتی ۲۵ په سلو کې زیات شوی خو دا مهال په میلونونو افغانان حتا یوه پولیسه هم په خپلی ټولنی کی نشی لیدلی. نن د هرو لسو زرو افغان میرمنو لپآره یوه پولیسه شته او په ډیرو ولایتونولکه پنجشیر او نورستان کې خو حتا یوه پولیسه هم نشته. دغه ښځې د پولیسو لیکوته د راجذبیدو لپآره لویې ستونزې لري . لکه د پولیسو په لیکو کې ښځو سره منفي چلند ، د هغوی په وړاندې جنسی تیري ، اود پولیسو لیکو ته د هغو ښځو را ننوتل چی د کار او خدمت لپآره انګیزه نه لري ، او له بلی خوا په ټولنه کې ښځینه پولیسو ته د تبعیض په سترګه کتل دا ټول سبب شوی چې د پولیسو لیکو ته د ښځو را جلبول له سختو ستونزو سره مخ شي. "

د آکسفام دا راپور ښیي چې په پوځونو کی د ښځینه پولیسو دا حالت به د افغان دولت د هغه هدف لپاره غټه ستونزه وي چی وایې تر ۲۰۱۴ کال به د ښځینه پولیسو ځواک ۵۰۰۰ تنو ته ورسوي .
سره له دی چي دا مهال د افغان پولیسو په تشکیل کې ۳۲۴۹ پوستونه ښځو ته په پام کی نیول شویدي، خو دا مهال ښځو د دغو څوکیو تر نیمایي کمې نیولي دي . د آکسفام راپور د دغه کار دلیل دا ښيی چی ګوندې د پولیسو ولایتي افسران د ښځینه پولیسو د راجذبولو لپاره چندانې لیوالتیا نه لري .

د آکسفام راپور وایي اکثره پولیسانې یونیفورم نه لري او پوځی روزنه هم نده ورکړل شوې او دا کار د دې سبب کیږي چې دا میرمنې داسې و انګیري چی په ځواک کې یواځې د چای راوړلو یا نورو دفتري وړو دندو تر سره کولو لپآره ګمارل شویدي
د آکسفام د رآپور پر اساس، له پوځه بهر او په افغاني ټولنه کې هم د ښځینه پولیسو په وړاندې چلند چندانی ښه ندی دغه ټولنه کی د ښخو لپآره د پولیسو دنده رسواکونکي بلل شوی ده .

خو د دغو ټولو ستونزو د حل لپآره او په پولیسو کی د ښځو د ونډې د زیاتوالي لپآره د مدني ټولنو غړي او د افغان میرمنو د مهارتونو د لوړولو د مرکز مشره ماری اکرمي وایی " د یو نوی پروګرام په تر سره کولو سره هوډ لري چې په کلیو او بانډو کې د میرمنو سره کینط هغوې ته په پولیسو کی د خدمت لپآره عامه پوهاوی ورکړي
" او د کورنیو نارینه دی ته وهڅوي چي " خپلې خور ، لور یا میرمن ته اجازه ورکړي چی د پولیسو ځواک ته شامله شي "
نن سبا د پولیسو په ځواکونو کی ۱۵۵۱ تنه میرمنی شته دي چی د میرمن اکرمي په وینا دا د افغاني مدني ټولنې د کار نتیجه ده .خو که د نړیواالو اړوندو ادارو مرسته او همغږي پراخه شی نو دا شمیره به هم لوړه شي

" تر کومه چې باید د مدني ټولنو غږ واوریدل شي، نه اوریدل کیږي. مونږ د نړیوالو ادارو او مدني ټولنو تر منځ پراخه نه همغږي وینو. که ددوي تر منځ همغږي را پیدا شي او زمینه سازی وشي نو ډاډه یم چی د ښځو شمیر به په پولیسو کې لوړ شي . مونږ دا مهال د ښځینه محلي پولیسو چې د مدني ټولنو له خوا یې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کیږي ، هم پروګرام لرو چې که پلی شي نو باوري یم چې خلک به دپولیسو په ځواک کې د خپلو خویندو او لوڼو شاملولو ته زړه ښه کړي. "

ماري اکرمي وایي دا کمپاین یې اوس مهال یواځې په کابل ښآر کې پیل کړی چې د ښار په مختلفو ناحیو او ښونځیو کې د سپین ږیرو او امامانو په مرسته خلک دیته هڅوي چې ښځې د پولیسو ځواک کې ورګډیدو ته وهڅوي .

خو په همدی حال کې حنیفه هغه افغانه میرمن ده چی د پولیسو په ځواک کې خدمت کوي هغه وایی په کاري ماحول کې هیڅ راز ستونزه نه لري .

" اته میاشتې کیږي چې مو دا دریشي اغوستې او په درسو کی او د وطن په خدمت لګیا یم. نارینه زمونږ خپل ورونه دي ، مونږ ورسره اوږه په اوږه ولاړې یو ، یو ځای ورسره خدمت ته ځو زموږ قوماندانان او پولیسان راسره ښه چلند لري ، ښي زده کړې یې راکړي"


دا مهال د ټآکنو خپلواک کمیسون هم وایي د ټاکنو د ښه تر سره کیدو لپاره ۱۲۰۰۰ تنو ښځینه پولیسو ته اړتیا شته چې باید د ټاکنو له کمیسیون سره مرسته وکړي خو نن سبا دا شمیر یواځی ۲۰۰۰ تنه دي

او د دی تر څنګ اکسفام د دغه راپور په جوړولو سره له افغان دولت او نړیوالي ټولنې نه هم د یوې ملي ستراتیژي د رامنځته کولو غوښتنه کوي چې د هغه پر اساس ښځینه پولیس وګماري او ویی ساتی ، د پولیسو د سمون په چارو کی ښځینه پولیسو ته لومړیتوب ورکړي مسلکی روزنو ته یی لاس رسی زیات کړي ، او د کورنو چارو وزارت باید د ښځینه پولیسو لپاره خوندي کاري ماحول را منځته کړي او د ښځینه پولیسو د ګمارلو ، ساتلو او پرمختګ لپآره باید ځانګړې بودیجه او پيسی بیلی کړي
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG