د لاس رسي وړ اتصالات

ملا عبدالغني برادر به سبا خوشی شي


Taliban
Taliban
د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت په یوې خپرې شوې اعلامیې کې وايي چې د طالبانو یو تن مشر ملا عبدالغني برادر چې دا وخت په پاکستان کې په زندان کې بند دی، به د شنبې په ورځ، د سپتمبر په یوویشتمه نېټه خوشی شي.

د باندنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې ملا عبدالغني برادر به چېري خوشی شي او دا چې افغانستان ته به وسپارل شي که نه. اعلامیه زیاتوي چې نوموړی د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختیا لپاره خوشی کیږي.

ملا عبدالغني برادر په کال ٢٠١٠ کې په کراچۍ کې ونیول شو. ویل کیږي چې نوموړی له پاکستان څخه په پټه له افغان چارواکو سره د سولې په هکله په خبرو بوخت وو.

د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا بیا بیا له پاکستان څخه د ملا عبدالغني برادر د خوشي کېدو غوښتنه کړې، خو پاکستان دا غوښتنه نه وه ورسره منلې.

له تېرو څو ورځو راهیسې د ملا عبدالغني برادر د خوشي کېدو خبرې کېدلې. په روانه اونۍ کې د پاکستان صدر اعظم نواز شریف هم ترکیې ته د خپل سفر په وخت دا خبر تائېد کړ، او وي ویل چې پاکستان ته له ستنېدو وروسته به ملا عبدااغني برادر خوشی کړي.

افغان چارواکي هیله لري ملا عبدالغني برادر به د سولې په راوستلو کې خپل رول ولوبوي، خو دا څرگنده نه ده چې ملا عبدالغني برادر اوس په طالبانو څومره نفوذ لري.
XS
SM
MD
LG