د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رییس حامد کرزی چین ته لاړ


جمهور ریْس حامد کرزی
جمهور ریْس حامد کرزی
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د چین د جمهور رییس شي جینګ پینګ په رسمي بلنه د یو دولتي لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ، نن سهار هغه هیواد ته لاړ .

ښاغلی حامد کرزی به د دغه څلور ورځني سفر په ترڅ کې د چین له جمهور رییس ، صدراعظم او یو شمیر رسمي چارواکو سره لیده کاته وکړي او له دوی سره به د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي ، امنیتي ، پوځي ، اقتصادي فرهنګي او سیمه ییزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي .

ټاکل شوې حامد کرزی به په دغه سفر کې د (آسیا ـ ا روپا ) په اقتصادي غونډه کې هم ګډون او خبرې وکړي .

له ښاغلي کرزي سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار داکټر رنګین دادفر سپنتا ، د کانونو اوپطرولیم وزیر وحید الله شهراني ، په نړیوالو چارو کې د جمهور رییس سلاکار یحیی معروفي، د جمهوري ریاست د دفتر مشر کریم خرم، د بهرنو چارو وزارت سیاسي مرستیال ارشاد احمدي او د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي ملتیا کوي .

چین ته د جمهور رییس حامد کرزي سفر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلئ سره یو ځای ترسره کیږي چې په تیرو دولسو کلنو کې ښاغلي کرزي له یو دوه ځلې پرته په خپله پکې ګډون کړی.
سږکال هم جمهور رییس حامد کرزی د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون لخوا په دغه غونډه کې د ګډون په هدف بلل شوی وو ، خو جمهور رییس حامد کرزي پریکړه وکړه چې په خپله چین ته ولاړ شي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ولیږه.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي وایي د افغانستان او چین تر منځ اړیکې د ګډو ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې خورا ارزښتمناکې دي او افغانستان د دغو اړیکو د پراختیا هیله لري .
د امنیتي ځواکونو روزنه او تجهیز ، په افغانستان کې د چین پانګونه، د مس عینک د پروژې د کار چټکتیا ، او د چین له خوا د آمو دریا په سیمه کې د ګازو د راایستلو له پروژې نه ملاتړ هغه مسلې دي چې په دغه سفر کې به ورباندې خبرې وشي .

د جمهور رییس ویاند وایي افغان ولسمشر به همدا راز د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو له دیپلوماتیکو چارواکوسره هم د افغانستان او ددغه سازمان تر منځ د تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړي .

په دغه سفر کې به د دواړو هیوادونو تر منځ د ۲۰۰ملیون چینایي ینو د مرستې، د بندیانو د ورکړې او د کابل او شیان پوهنتونونو تر منځ د همکارئ په باب هم هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
دا مهال څه دپاسه ۷۰ تنه افغان محصلین او د ملي پولیسو ۴۵ تنه افسران په چین کې له نشه یي توکو سره د مبارزې او دغه راز نورو پوځي برخو کې زده کړې کوي.

ویل کیږي چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به د زده کونکو دا کچه به۲۵۰ تنو ته لوړه شي.
د ولسمشر ویاند وایي افغانستان د تبت ، تایوان او سنکیانګ په اړوند د چین د ملي حاکمیت او خاورې د تمامیت پلوي کوي .

ایمل فیضي د ملا برادر په اړوند د یوې پوښتنی په ځواب کې وویل هیواد یې له څو کالو راهیسې د پاکستان له زندان نه د ملا برادر د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه او افغانستان هیله من دی چې ملابرادر خپل وطن ته راشي او د سولې په بهیر کې مرسته وکړي خو که پاکستان هغه افغانستان ته نه رالیږي نو موږ دریم هیواد ته د ملابرادر د لیږلو سره هم موافقه لرو، خو په دې شرط چې د ملا برادر ادرس معلوم وي ، د هغه خوندیتوب تآمین شي او د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د خبرو لپاره هغه ته لاس رسی ولري.

ایمل فیضي د مس عینک د پروژې په اړوند وایي د افغانستان دښمنان غواړي د دغې پروژې د کار په اړوند خنډونه را منځته کړي خو افغان دولت د دغې پروژې د کار لپاره د ( ام ، سي ، سي ) له چینایي کمپنۍ سره په خپلو ژمنو ولاړ دی او د دغې سترې اقتصادي پروژې د امنیت په اړوند یې څو څو واره د هیواد د ملي امنیت شورا ته هم سپارښتنې کړي دي.

په دغې خبري ناسته کې ایمل فیضي په ټاکنو کې د ولسمشر له خوا د ځانګړي نوماند نه د ملاتړ ګنګوسئ بې بنسټه وګڼلې . فیضي وویل ولسمشر به په کوردننه او بهرنیو کړیو ته اجازه ورنه کړي چې په ټاکنو کې لاس وهنه وکړي.

د فیضي په وینا د افغانستان بهرنی سیاست له ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو سره د نیکو اړیکو په ستنو ولاړ دی او حکومت تل هڅه کړې چې افغانستان د نورو هیوادونو د سیالۍ ډګر نه ، بلکې د مرستو او همکاریو میدان وګرځي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG