د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګرس کې د حکومتي لګښتونو په اړه خبرې کیږي


د امریکا په کانګرس کې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي د یو بل سره د اوباما د صحي پروګرام په اړه اختلافات لري
د امریکا په کانګرس کې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي د یو بل سره د اوباما د صحي پروګرام په اړه اختلافات لري
تمه ده چې د دوشنبې په ورځ به د امریکا د سنا مجلس خپله غونډه پیل کړي او د حکومتي لګښتونو د لایحې په سر، چې د امریکا د ولسي جرګې لخوا تصویب شوې، بحث وکړي.

د امریکا کانګرس د دوشنبې د شپې تر ۱۲ بجو پورې وخت لري چې د فدرالي حکومت د لګښتونو په اړه موافقې ته سره ورسیږي.

که چیري کانګریس په دې قادر نه شي چې خپل اختلافات حل کړي، نو سر له سبا نه به د امریکا د حکومت په سلګونو زره کارکوونکي، البته غیرضروري کارکوونکي، به په موقتي توګه بیکاره شي او یو شمیر حکومتي ادارې به هم موقتا وتړل شي.


د شنبې په ماښام د امریکا په ولسي جرګه کې د فدرالي حکومت د لګښتونو لایحه تصویب شوه. دغه لایحه چې اوس د امریکا د سنا مجلس ته استول شوې ده پکښې د اوباما د صحي پروګرام د ځنډولو غوښتنه شوې ده.

خو د امریکا په سنا کې د دیموکراتانو مشر ویلي دي چې دوی به لایحه تصویب نه کړي. که چیري د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ اختلافات همدغسې دوام پیدا کړي نو د امریکا یو شمیر حکومتي ادارې به وتړل شي.

خو د امریکا په ولسي جرګې کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی راب ووډال بیا د لایحې په اړه وویل: «د دغه لایحې په اساس به حکومت خپل کار ته ادامه ورکړای شي.»


ښاغلی ووډال د دغې لایحې ستاینه په دې کوي چې د ولسمشر اوباما د صحي پروګرام عملي کیدل به وځنډوي. هغه وویل: «لایحه غوښتنه کوي چې د اوباما صحي پرورګرام دې د یو کال لپاره وځنډول شي.»

دیموکراتان د جمهوري غوښتونکو په دغه ډول تکتیکونو باندې، چې غواړي د صحي پروګرام د لایحې د عملي کیدو مخه ونیسي، نیوکې کوي.

د امریکا په ولسي جرګې کې د دیموکرات ګوند غړی ډیویډ پرایس بیا په جمهوري غوښتونکو نیوکې کوي. هغه وویل: «دغه د جمهوري غوښتونکو د یرغمل نیولو بل فصل دی: «[دوی] ګواښ کوي چې حکومت به وتړي یا وايي چې د هیواد پورونه به ورنکړي، که چیري د دوی سیاسي غوښتنې و نه منل شي.»

خو جمهوري غوښتونکي وايي چې دوی یوازې د خپلو خلګو، چې رایه یې ورکړي، د اندیښنو استازیتوب کوي.

د امریکا د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکی غړی مارک میډوز وايي: «موږ د حکومت په اړه ډیر څه په دغه مجلس کې واوریدل. حکومت دغه، حکومت هغه، کله به موږ خلګو ته توجه وکړو؟»

سنا تیره اوونۍ د کوم شرط نه پرته دامریکا د فدرالي حکومت د لګښتونو غځولو ته رایه ورکړه.

په سنا کې د اکثریت ګوند مشر هري ریډ د ولسې جرکې لخوا سنا ته استول شوې لایحه «بې مانا» وبلله.

ولسمشر اوباما د جمهوري غوښتونکو سره د مذاکراتو د کولو نه انکار کړی دی. ښاغلي اوباما وویل: «هیڅ څوک باید، چې په دې چې دوې قانوني لایحې یې نه خوښیږي، زموږ اقتصاد او میلیونونو خلګو ته تاوان ورسوي. دغه کار پخوا نه دی شوی او موږ [باید] اوس هم دغه کار و نه کړو.»


د اسراییلو د صدارعظم سفر امریکا ته

د ایران او امریکا ترمنځ په مناسباتو کې ورستي پرمختګونه به هغه څه وي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو به ورباندې خبرې وکړي.

تمه ده چې د امریکا ولسمشر به د اسراییلو د صدراعظم سره د دوشنبې په ورځ په سپینه مانۍ کې وګوري.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ایران ولسمشر په خپلې وینا کې وویل چې د خپل هیواد د اټمي پروګرام په اړه وویل چې د غربي نړۍ سره به خبرې وکړي. اسراییلي چارواکو بیا د هغه وینا رد کړه او زیاته یې کړه چې د ایران ولسمشر د اټمي پروګرام د ختمولو لپاره کوم عملي پلان نه دی وړاندې کړی.

د اسراییلو صدراعظم غواړي دا ځل هم د ایران سره د خبرو په اړه ووايي چې په ایران باندې اعتماد نه شي کیدای. هغه به د امریکا د ولسمشر نه غوښتنه وکړي چې امریکا دې په ایران باندې خپلو فشارونو ته ادمه ورکړي تر څو ایران په دې قادر نه شي چې اټمي وسلې جوړې کړي،

که څه هم ولسمشر اوباما د اسراییلو د اندیښنو په اړه پوهیږي، خو هغه به دا روښانه کړي چې غواړي د خبرو په برخې کې ایران ته وخت ورکړي او د ولسمشر روحاني نیت وازمويي.
XS
SM
MD
LG