د لاس رسي وړ اتصالات

«پوه نه شوم چې ولې ونیول شوم،» خو ما ته یې ویل


(ارشیف)
(ارشیف)
علي جان کوچی چې څه موده مخکې د زندان نه خوشي شوی دی وايي چې په زندان کې ورسره ظلم نه دی شوی. خو هغه دا هم زیاتوي چې په ناحقه زندان ته اچول شوی و.

علي جان کوچی دوه کاله او اووه میاشتې په زندان کې و.

ښاغلی کوچی وايي چې نیمه شپه په خپل کور کې ونیول شو، خوست ته انتقال شو او ورسته بیا بګرام ته واستول شو. هغه وايي چې په ناحقه زندان ته اچول شوی و.

د اشنا راډیو سره په مرکه کې، علي جان کوچي زیاته کړه چې د نیولو او په زندان کې د اچولو په علت نه پوهیږي. خو هغه زیاتوي چې «خارجیانو د القاعدې نوم راباندې پریښودی.» هغه دا هم وايي چې ورته ویلي کیدل چې د طالبانو سړی دی.

خو ښاغلی کوچی وايي چې د دغه خبرې نه خو ثبوت ورته ورکړل شو او نه هم ورته قناعت ورکړل شوی و.

علي جان کوچی وايي چې د تحقیقاتو په جریان کې ورسره ظلم نه دی شوی او نه هم مجبور شوی چې څه ووايي.

ښاغلی کوچی وايي چې په بند کې د ده صحي وضعیت ښه و او په زندان کې يې د چټکې زده کړې د کتابونو لوستل او دیني سبقونه یې زده کول. هغه وايي چې لیک لوست یې په زندان کې زده کړی دی.

بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ
please wait

No media source currently available

0:00 0:19:53 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG