د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې یو بهرنی عسکر وژل شوی


په زابل کې یوه افغان عسکر پر نړۍ والو عسکرو د برید په ترڅ کې یو بهرنی عسکر وژلی دی. د زابل د امنېت آمر سمونوال جیلاني فراهي وویل دغه برید تېره شپه د زابل ولاېت په مرکز کلات کې د نړۍ والو قواو په یوه نظامي قرارگاه کې وشو.

سمونوال فراهي زیاتوي په دغه برید کې یو نړۍ وال عسکر وژل شوی او برید کوونکی هم د نړۍ والو قواو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

رپوټ وايي برید کوونکي په نړۍ والو قواو کې د شخصي ساتونکي په توگه کارکاوه او د پوځي قرارگاه په دخولي دروازه کې یې وظیفه اجرا کوله.

نړۍ والو قواو د بهرني عسکر بشپړ هوېت لا ندی څرگند کړی چې د کوم هېواد دی، خو رپوټ وايي چې په زابل کې ډېر امرېکايي او رومانیايي عسکر مېشت دي.

د زابل د امنېت آمر سمونوال جېلاني فراهي ددې پېښې د اصلي لامل په برخه کې تفصیل ور نکړ خو هغه زېاته کړله چې ښايي دا پېښه تر کومې لفظي شخړې وروسته منتځه راغلې وي.

د وسله والو طالبانو له خوا په ېوه رپوټ کې وېل شوي دي چې په دغه برید کې درې تنه نور نړۍ وال عسکر هم وژل شوي دي. هغوی دا نه دي ویلي چې افغان عسکر له دوی سره ملگری و او یایې ددوی په لمسون دا کار کړی دی.

د وسله والو طالبانو په رپوټ کې هغه یو احساس لرونکی افغان بلل شوی دی. نړۍ والو قواو تر اوسه پورې په دې باب رسنیو ته کوم معلومات نه دي ورکړي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG