د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې ځان وژونکي ۴ تنه وژلي او ۴نور يې ټپي کړي


ارشیف
ارشیف
د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې بریدکونکي له چاودیدونکوتوکو ډک خپل کرولاموټر د پوليسو له رینجر موټر سره نږدې وچاوه چې له امله یې څلور تنه ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک وايي چي په وژل شوو کې دوه تنه پوليس او دوه تنه ملکي کسان شامل دي .

د هلمند دوالي ویاند وایي څلورواڼه ټپیان ملکي کسان دی.

شوراب میدان د هلمند د واشیر ولسوالۍ اړوند سیمه کې موقیعت لري په ددغه ولایت کې
د نړیوالو ځواکونو تر ټولو ستره قرار ګاه هم پرته ده .

بلخوا وسله والو طالبانو د پېښي مسئولیت منلی او رسنیوته يې په لیږلي پیغام کې ويلي چي
په برید کې يې ۱۳ پوليسان وژلي دي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG