د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان دوه C-130 ټرانسپورټی الوتکی واخیستلی


c130
c130
د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د ملي اردو هوائي ځواک ته دوه C-130، د ټرانسپورټ الوتکې ورکړې او په پام کې ده چې ددې لمریز کال تر پایه به دوه نورې سي یو سلو دېرش الوتکې هم ورکړي.

د کابل په هوائي ډګر کې د سي یو سلو دېرشو دوو بالونو الوتکو د سپارلو په مراسمو کې چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شول، د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي، په افغانستان کې د امریکا سفیر او د امریکايي او ایساف ځواکونو عمومي قومندان جوزیف ډنفورډ برخه اخېستې وه.

افغانستان تر دې وړاندې د اویا په شاوخوا کې د ایم ای اوولس نوعې هېلکوپټرې لرلې خو دا لومړی وار دی چې افغانستان د سي یو سلو دېرشو الوتکو خاوند کیږي.

سي یو سلو دېرش الوتکې لوی او د ټرانسپورټي اموالو د لېږد لپاره خورا مفیدې دي.

د افغانستان د هوائي ځواکونو قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ امریکا غږ ته وویل، ددغو سي یو سلو دېرشو الوتکو په ورکړې به د افغان هوائي ځواک څلوېښت په سلو کې مشکلات اوار شي.

ښاغلي عبدالوهاب وویل :

"دا طیارې د امریکا ساخت دي، تخنیک د هغوی دی، د هغوی کمک دی، د امریکا له خوا مونږ ته راکړل شوي دي، مونږ ددغو الوتکو اسنادونه تر اوسه مطالعه کړي ندي، اسنادونه یې مطالعه کوو، لیکن استعمال شوې الوتکې دي، نوې له کمپنۍ نه وتلې ندي."

په همدې تېره یوه میاشت کې افغانستان ته د نړیوالو له خوا شپږ باله Mi - 17 هیلکوپټرې هم ورکړل شوي دي او ددې میاشتې تر پایه به شپږ نورې هم ورکړل شي.

له دغو ټولو مرستو سره سره د افغان هوائي ځواک د هلیکوپټرو شمېر اویاوو ته رسیږي.

له هغه وروسته چې د نړیوالو ځواکونو له لورې، د ترهګرۍ په ضد د عملیاتو رهبري افغان ځواکونو ته سپارل شوې، لوی خنډ د ملي دفاع د وزیر په ويناء همدا د هوائي ځواک نه تجهیز دی.

د ملي دفاع وزیر ښاغلي بسم الله خان محمدي وویل :

"سږ کال مونږ د دښمن تر سختو بریدونو لاندې وو، خونړي بریدونه وشولو، د ژورې توطئېې له شتون سره سره، بیا هم زمونږ ځمکني او هوائي ځواک دفاع وکړه، خو زمونږ په مخ کې لوی خنډ هوائي ځواک دی چې ندی تجهیز شوی، زه له جنرال ډنفورډ نه مننه کوو چې دې برخې ته یې جدي پاملرنه کړې ده."

د سي یو سلو دېرشو الوتکو د سپارلو په مراسمو کې د ایساف او ائتلاف عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ وویل، چې دا مرستې به وروستۍ نه وي او نورې مرستې به هم له افغان هوائي ځواک سره وکړي.

ښاغلي جنرال جوزیف ډنفورډ وویل:

"مونږ چې دا نوې سي یو سلو دېرش هیلکوپټرې وینو نو اینده ته خوشبینه کیږو، د هوائي ځواک جوړول اسانه دنده نده، ولې مونږ متعهد یو چې افغان هوائي ځواک په پښو ودروو."

افغان چارواکي وايي، له نړیوالو ځواکونو سره یې په مشترک ډول داسې پلانونه طرحه کړي دي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې افغان هوائي ځواک په پښو ودروي، دم ګړۍ په افغانستان او له افغانستان باندې افغان پیلوټان او د هوائي ځواک انجنیران په زده کړو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG