د لاس رسي وړ اتصالات

مولانا فضل الرحمن په کابل کې له ولسمشر کرزي سره ولیدل


Fazal Rahman Karzai
Fazal Rahman Karzai
د پاکستان د جمعیت علما اسلام گوند مشر مولانا فضل الرحمن نن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل. مولانا فضل الرحمن کابل ته د ولسمشر کرزي په رسمي بلنه تللی.

له ارگ څخه یوه خپره شوې اعلامیه وايي چې ولسمشر کرزي او مولانا فضل الرحمان نن ماسپښین له یو بل سره ولیدل او پاکستان او افغانستان ته له ترهگرۍ څخه په ور پېښو مسلو یې خبرې وکړې.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د یوه وتلي اسلامي سیاسي گوند مشر کابل ته سفر کوي او هلته یې د هیواد له مشر سره د ترهگرۍ په ستوتزه خبرې کړې دي.

ویل کیږي د مولانا فضل الرحمن جمعیت علما اسلام گوند له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او ډیری افغانان مولانا فضل الرحمن له طالبانو سره په مرسته تورنوي او وايي چې نوموړی د افغانستان په روانو ستونزو کې مهم رول لري.

د جعیت علما اسلام د شاگردانو د څانگې- جمعیت طلبا اسلام - زیات غړي د پاکستان له مدرسو فارغه شوي او یا اوسني شاگردان دي، او دا هم له هغو طالبانو سره د دوی د نږدې اړیکو یو دلیل بلل کیږي څوک چې په افغانستان کې په جگړه بوخت دي.

مولانا فضل الرحمن په داسې حال کې نن له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري هم نن د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته رسېدلی او ویل کیږي چې له ولسمشر کرزي سره به د افغانستان او امریکا تر مینځ د امنیتي تړون په هکله خبرې وکړي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی کېري به له ولسمشر کرزي سره د امنیتي تړون په هغو برخو خبرې وکړي چې لا تر اوسه د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په لار کې خنډ دي.


دوه ورځې له مخه د جمعیت علما اسلام ویاند جان محمد اڅکزي له امریکا غږ سره په مرکې کې مولانا فضل الرحمن ته د ولسمشر کرزي له خوا کابل ته د سفر رسمي بلنه تائید کړې وه، خو ویلي وو چې د هغوی تر مینځ د خبرو اجنډا نه ده په ډاگه شوې
XS
SM
MD
LG