د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي عسکرو د مصونیت مسله نه ده حل شوې


جمهورریس کرزي ویلي دي چې د امریکايي عسکرو د امنیت مسله پاتې ده او فیصله به یې لویه جرگه کوي. ښاغلی کرزی وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري سره په دې اړه واحد نظر نه لري.

جان کېري ویلي دي چې که د امریکايي عسکرو د مصونیت مسله لویې جرگې او پارلمان تصویب نه کړه نو امریکا به د افغانستان سره امنیتي تړون و نه کړي.


سید اسحق گیلاني، د ولسې جرګې پخوانی غړی، وايي د امنیتی تړون د لاسلیکولو طرفدار دی.

خو هغه وايي چې په امنیتي تړون کې د امریکایي عسکرو د مصونیت په برخه کې دا شامل کړی شي چې د بهرنیو عسکرو د محاکمې په جریان کې دوه افغان قاضیان، یا استاځي، موجود وي.

ښاغلی ګیلاني زیاتوي چې که چیري عدالت پلی نه شي نو دغه دوه افغانان باید د اعتراض حق ولري. هغه وايي چې باور لري چې که دغسې قیود په دې سند کې درج شي نو هیڅ شک نشته چې لویه جرگه او پارلمان به امنیتي تړون تصویب کړي.



please wait

No media source currently available

0:00 0:05:56 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG