د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر والي ارسلا جمال په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو


ارسلا جمال
ارسلا جمال
د لوگر ولایت ویاند دین محمد درویش وایي والي ارسلا جمال نن سهار په ۸ بجو او ۴۵ دقیقو د پل علم په یو جامع جومات کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو دمخه د ځای پر ځای شوي وو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ووژل شو .

نوموړي امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چې په چاودنه کې ۱۵ تنه نور چې اکثره یې قومي مشران او د لوګر ولایت مخور کسان وو، هم ټپیان شوي دي.

ښاغلي درویش زیاته کړه چې ډاکټرانو د ۵ تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودلی دي.

د ښاغلي درویش په وینا هغه وخت چې والي ارسلا جمال غوښتل لمونځ کوونکو ته د جهور رئیس د لوی اختر د مبارکۍ پیغام او خپله وینا واوروي د جومات په میکروفون کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي وچاودیدل چې له امله یې ارسلا جمال ووژل شو او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.

تر اوسه چا ددې برید مسولیت په غاړه ندی اخستی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ارسلا جمال وژل په سختو ټکو غندلي او د هغه وژنه یې د افغانستان د دښمنانو کار ګڼلی دی.

جمهورریس حامد کرزي د لوګر ولایت په جومات کې د بم دا چاودنه د هغو کسانو کار وگاڼه چې د هغه په وینا د مسلمانانو د وژلو لپاره ګمارل شوي دي.

د ارګ په خپور شوي بیان کې د جمهور رئیس حامد کرزي له قوله ویل شوي دي چې د اختر په لمانځه او د خدای پر کور باندې برید ددې ښکارندوي کوي چې طالبان د اسلام سپیڅلې دین،جوماتونو او د مسلمانانو مذهبي مراسمو ته درناوی نه لري.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم په یو بیان کې ویلي چې د لوګر والي ارسلا جمال په دې ولایت کې د خپل کار په موده کې د بیارغونې، کارموندنې او د مس عینک له استخراج څخه د سمې ګټه اخیستې لپاره یو شمېر هڅې پیل کړې وې چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وینا له مخې د جمال دا هڅې د افغانستان دښمنانو ته د زغملو وړ نه وې.

ارسلا جمال د روان کال په سر کې د لوګر د والي په توګه ټاکل شوی و. هغه دمخه د خوست د والي په توګه هم کار کړی و. ارسلا جمال په یو شمیر نړیوالو موسسو کې چې په افغانستان کې یې فعالیت درلود هم بیلابیلې دندې تر سره کړې وې.
XS
SM
MD
LG