د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې ۴ ځانمرګي وژل شوي


ارشیف
ارشیف
د کندهارد ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې څلور تنه ځانمرګي برید کونکې پرته له دې چې بل چاته زیان ورسوی پخپله وژل وشوي دي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي تیر ماښام څلورو ځانمرګو بریدکونکو غوښتل چي د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ باندې برید وکړي خو د پولیسو له خوا د نیول کیدلو له ویری یې ځانونو پوري تړلي چاودیدونکي توکی چولی او څلور واڼه برید کونکې پرته له دې چې برید ترسره کړي او بل چاته زیان ورسوی پخپله وژل شوي دي.

جنرال عبدالرازق وویل دا ېښه تیر ماښام د پنجوايي ولسوالۍ دتلکان په سیمه کې کله چې پوليسو دغه ځانمرګي برید کونکې محاصره کړل اود هغوي د ژوندي نیولو هڅې یې پیل کړي برید کونکو په ځان پوري تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او ټول پخپله وژل شول .

د کندهار امنيه قومندان وايي چي د لوی اختر په شپور ورځو کې د ممکنه بریدونو په اړه يې استخباراتي معلومات لرل او له همدې کبله پوليس و توانيدل چي د کندهار امنيت په بشپړه توګه خوندي کړي .

هاخوا د کندهار په څنګ لوري اروزګان کې نن سهار دوه تنه برید کونکي پوليسو نیولي دي .

د اروزګان د پوليسو ویاند فرید عایل وايي چي داوړو بریدکونکو د محلي پوليسو یونیفارم په تن کړی وو او غوښتل يې چې دولتي مقامات په نښه کړي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG