د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان له ٢٠٦ ښاروالیو نه ٥٠ فعالی نه دي


د افغانستان د ښاروالانو ملي کنفرانس
د افغانستان د ښاروالانو ملي کنفرانس
پنځوس داسې ښاروالۍ شته دي چې په مختلفو ولسوالیو پورې تړلي دي او لا هم فعالې ندي خو افغان حکومت هڅه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې دا پنځوس ښاروالۍ فعالې کړي.

د سیمه ایزو ارګانونو اداره وايي، په ټول افغانستان کې د کابل ښاروالۍ په شمول یو سلو څلور پنځوس ښاروالۍ لري چې څلور دېرش یې د مهمو لويو ښارونو یا مرکزي دي او پاتې یو سلو شل ښاروالۍ د ولسوالیو دي.

د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال فرید ماموندزي امریکا غږ ته وویل، دا پنځوس ښاروالۍ چې لا هم فعالې ندي لاملونه یا ناامني ده او یا هم د بودېجې کمښت دی.

د ښاغلي مامومندزي په ويناء شپږ داسې ولسوالۍ دي چې هلته د ناامنۍ له وجې ښاروالۍ ندي فعالې خو په نورو ټول کې د بودېجې د کمښت مسئله ده.

ښاغلي مامومندزي وویل :

‪"‬سږ کال پلان لرو چې شپږ نورې ښاروالۍ فعاله کړو، البته دا په هغه مهمو او لویو ولسوالیو کې چې پخوا یې ښاروالۍ لرلې، یو وخت داسې وو چې مونږه یو سلو شپږ اتیا ښاروالۍ لرلې، شل کاله مخکې، اوس زمونږ فعاله ولسوالۍ یو سلو دري پنځوس دي او کابل په خپله مستقله ښاروالۍ ده.‪"‬

سیمیزو ارګانونو نن کابل ته د یوسل او شلو ولسوالیو ښاروالان یوه دوه ورځني کنفرانس ته را غوښتي وو، دا ښاروالان به له مرکز سره خپلې ستونزې ګډې کړي او ترڅنګ به یې د مرکز نوي پلانونه هم له ځان سره یوسي.

څه چې سیمیز ارګانونه له دغو ښاروالانو غواړي هغه د عوایدو لوړول دي، د بهرنیانو د مرستو له کمېدو سره اوس د مرکزي حکومت تمه دې ته دي چې په محلونو کې عواید لوړ لاړ شي.

پدې دوه ورځني سیمینار کې به د ښې حکومتدارۍ، د ښو خدماتو عرضه او د ولسوالیو د ښاروالیو د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په تړاوو مسائل سره شریک شي.

ستونزې

ددې ترڅنګ چې نا امني یوه له عمده ستونزو د ولسوالیو د ښاروالیو د کار په وړاندې ګڼلې کیږي، ترڅنګ یې د بودېجې ستونزه هم د ولسوالیو ښاروالان یادوي.

د هلمند د ګرمسیر ښاروال اغاء ګل امریکا غږ ته وویل، د دوی ښاروالۍ له مرکزه د بودېجې دورکړې له ستونزې سره لاس او ګریوان ده، د ښاروالیو بودیجه یا په کابل کې ځنډولې کیږي او یا هم په خپله ولایت کې.

ښاغلي اغاء ګل وویل :

“ دوه میاشتې په مرکز کې زمونږ بودیجه پاتې وي، بیا دوه میاشتې ولایت سره ځنډولې کیږي، دا بودیجه چې مونږ ته ورسیږي له مونږ وخت تیر شوی وي، شپږ میاشت بیا مونږ په بودیجه څه وکړو، هیڅ انکشافي پروژې پرې نه شو تطبیق کولی، دا مشکل دې مرکز اوار کړي“ .

خپله هم سیمیز ارګانونه دا مني چې د بودېجې د شتون له امله ځېنې ولسوالیو کې ښاروالۍ اصلا فعالې ندي، سیمیز ارګانونه د بودېجې نه رسېدل د پروژو د نه تطبیق لوی لاملونه ګڼي.

د ښاروالیو ټاکنې

د سیمیزو ارګانونو په ويناء دوی باید دوه نیم کاله وړاندې د ښاروالیو ټاکنې کړې وای خو د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله نه شي کولی چې په ښاروالیو کې ټاکنې ترسره کړي.

دا تخنیکي ستونزې د ښاروالیو او ولسوالیو ترمنځ د پولو نا مشخص توب او ترڅنګ یې په ښارونو کې د نفوس د دقیقې سرشمېرنې نه شتون دی.

د سیمیزو ارګانونو مرستیال فرید مامومندزی وویل، پدې تړاوو یې کار پیل کړی دی.

ښاغلي مامومندزي وویل :

‪"‬مونږ له مرکزي احصائې سره تفاهم لیک لرو چې په عمده ښارونو لکه کندهار، مزار شریف، کندز، هرات او جلال اباد کې مونږ ته د ښار میشتو د تخمیني سرشمېرنې احوال راکړي، بل دا چې د کارتوګرافۍ له ادارې سره هم تفاهم لیک لرو چې هغوی مونږ ته د ښارونو پولې را معلومې کړي، کله چې دا کارونه وشو نو مونږ به بیا په همدغو ښارونو کې د ښاروالانو د انتخاب لپاره ټاکنې ترسره کړو.‪"‬

په ښارونو کې د اسانتیاوو د زیاتېدو له وجې اوس یو زیات شمېر خلک په ښار کې د ژوند کولو لپاره لیوالتیا ښيي او کلیوالې سېمې پرېږدي.

د سیمیزو ارګانونو د چارواکو په ويناء په هر کال کې د ښار مېشتو خلکو رشد نېږدې څلور اشاریه شپږ فیصده دی، پدې ډول یعنې په هر کال کې دوه سوه زره افغانان خپلې کلیوالې سېمې پرېږدي او په ښارونو کې میشت کیږي.
XS
SM
MD
LG