د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشرۍ ته شپارس کاندیدان له نوملړ څخه وایستل شول


د انتخاباتو کمیسیون رئیس ډاکټر احمد یوسف نورستاني
د انتخاباتو کمیسیون رئیس ډاکټر احمد یوسف نورستاني
د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د افغانستان د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د راروانو انتخاباتو لپاره د ولاړو کاندیدانو لومړنې لست د سه شنبې په ماښام اعلان کړه چې پکې د یو لړ دلایلو له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست ۱۶ کاندیدانو نومومه اود ولایتي شوراګانو د کاندیدانو ۳۵۶ نومونه له لسته غورځول شوي دي.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ریس ډاکټر احمد یوسف نورستاني نن ماښام یو خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتولومړنې لست ته ډاکټر عبدالله ،آستاد عبدالرب رسول سیاف،ډاکټر زلمې رسول، ډاکټر اشرف غني احمدزي، قطب الدین هلال، قیوم کرزي،محمد نادر نعیم،جنرال عبدالرحیم وردک،ګل اغا شیرزی او هدایت امین ارسلا لاره موندلې ده.

ډاکټر احمد یوسف نورستاني وویل چې د ولایتي شوراګانو لپاره د ۳۰۵۶ کاندیدانو له ډلې د ۳۵۶ تنو نومونه د لومړني لست نه لیري شوي دي.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د جمهوري ریاست د کاندیدانود لومړنی لست نه د ۱۶ تنو د نومونو د غورځولو په علتونو کې د کاندیدانو دوه ګونې تابیعت او دغه کمیسیون ته د لازمو اسنادو نه پوره کیدل ښودلې دي.

ډاکټر احمد یوسف نورستاني وویل چې دا لست وروستی نه دی او ښايي تر راتلونکو څو ورځو په دغه لست کې ځينې احتمالي کانديدان زيات او يا هم کم شي.

ډاکټر احمد یوسف نورستاني وویل هغه کسان چې نومونه يې له لسته غورځول شوی کولې شي چې شکایت وکړي.
XS
SM
MD
LG