د سپینې مانې په وینا د پاکستان د صدراعظم نواز شریف او د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما لیدنه په داسې حال کې کیږي چې د اسلام اباد او واشنگټن دوه اړخیزې اړیکې مخ په ښه کیدو دي.
د سپینې ماڼې ویاند جې کارني د پاکستان او امریکا اړیکې چې په حقیقت کې ډیره پیچلتیا هم لري ډیرې مهمې وبللې.
ښاغلي کارني زیاته کړه تر کومه چې د امریکا د ملي امنیت او د امریکایي وگړو د خونديتوب پورې مربوطه ده، دا اړیکې ډیرې با ارزښتې دي.
تمه کیږي چې د پاکستان صدراعظم د امریکا د جمهور رئیس سره په هغو مسلو باندې خبرې وکړي چې د اسلام اباد او واشنگټن ترمینځ د اړیکو د خړپړتیا سبب گرځیدلي دي.
بلخوا د پاکستان صدراعظم نواز شریف په داسې حال کې د جمهور رئیس اوباما سره گوري چې امریکا د افغانستان نه د خپلو جنگي ځواکونو د ایستلو دپاره چمتو والی نیسي.
په واشنگتن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو څیړنو د مرکز څیړونکی کارل اندرفرت وايي امریکا د پاکستان نه تمه لري چې گټور رول ولوبوي.
«پاکستان په افغانستان کې ښه ارتباطات لري او کولای شي دا ارتباطات د ښو مقاصدو دپاره وکاروي. د دې پر ځای چې هر یو ځانگړي اهداف پرمخ بوزي د امریکا او پاکستان گډ کار په افغانستان کې د مثبتو پایلو ډیرې هیلې رامنځ ته کوي.»
په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټو الوتکو بریدونه ډیر ملاتړ نلري. ښاغلی شریف غواړي چې دا ډول بریدونه پای ته ورسیږي. خو امریکایي چارواکي دا د القاعدې په ملاتړ د یاغیانو د ځپلو دپاره یوه گټوره وسیله بولي.
د بهرنیو اړیکو د شورا د څیړونکي دانیل مارکي په اند سپینې ماڼې ته د ښاغلي شریف تگ به د لومړي ځل دپاره هغه ته دا فرصت ورکړي چې ددې مسلې په هکله خبري وکړي.
ښاغلی مارکي زیاتوي چې په دې لیدنه کې به د پاکستان په ژمنو باندې هم خبرې وشي کوم چې هغه ترهگرو وځپل شي چې ویل کیږي په افغانستان کې میشت ناټو او امریکایي عسکرو باندې بریدونه کوي.